د فارياب ځايي چارواکي وايي، طالبانو د اقينې بندر لويه لار کې د ترکمنستان د مرستو ۵موټر درولي دي.
ترکمنستان د افغانستان خلکو سره ۳ ورځې وړاندې ۶ موټره خوراکي توکي چې په کې کرنيز محصولات، د چرګو هګۍ، کېک او کلچې او غيرالکولي مشروبات شامل دي، مرسته وکړه.
د فارياب والي نقیبالله فایق وايي، ټاکل شوې وه دا مرستې د اقينې بندر له لارې ميمنې ښار ته ولېږدول شي؛ خو طالبانو له ۳ ورځو راهيسې د ياد ولايت په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د يادو مرستو ۵ موټر درولي دي.
فايق همداراز وايي چې ټاکل شوې وه طالبان له دې مرستو ۱۰ سلنه يې واخلي او نور خوشې کړي؛ خو د ۳ ورځو په تېرېدو سره تراوسه د حرکت اجازه نه ده ورکړې.
د فارياب د والي په وينا، د مرستو ډېره برخه د چرګو هګۍ او سبزيجات دي چې ښايي له منځه تللي وي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.