ارګ تېره ورځ د طالبانو له لوري د اختر په درې ورځو کې د اوربند کولو په ځواب کې د ۲۰۰۰ طالب بنديانو د خوشې کولو امر وکړ. طالبانو يې هم د دې کار هرکلی کړی دی او د حکومت له لوري دا ګام يې ستايلی دی.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهیل شاهین په يوه ټوېټ کې ويلي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې اړتيا ده چې د دواړو لوريو ترمنځ د باور جوړولو لپاره ۵ زره طالب بنديان خوشې شي.
شاهين د بينالافغاني مذاکراتو پيل لپاره د بنديانو نه خوشې کولو تر ټولو لوی خنډ ياد کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې افغان حکومت سره د اختر په درې ورځو کې اوبند کوي. افغان حکومت د طالبانو له لوري د اوربند د هرکلي ترڅنګ وويل چې د اوربند اصولو به مراعت کوي او دې کار ته به ژمن وي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د شوې هوکړې له مخې به افغان حکومت ۵۰۰ طالب بنديان خوشې کوي او په بدل کې به يې طالبان د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندي امنيتي سرتېري خوشې کوي. طالبانو ويلي چې د بينالافغاني خبرو پيل لپاره تر ټولو اړينه د طالب بنديانو خوشې کول دي.