د سمون او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود، نن چهارشنبې د (ډېسمبر پر ۷مه) کابل کې له اداري فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې اداري فساد افغانستان اقتصادي پرمختګ ته نه پرېږدي.
ده، زیاته کړه اداري فساد هغه ناوړه ښکارنده ده، چې د خلکو او دولت ترمنځ یې واټن زیات کړی دی.
د ولسمشر ځانګړی استازی د ولسي جرګې پر ځېنو غړیو، چې نومونه یې وانهخیستل تور پورې کړ، چې په ټولګټو پروژو کې د فساد له امله بنسټیز کار نه کېږي.
د ده په خبره، د ولسي جرګې ډېر غړي په خپلو سیمو کې د پروژو په پلي کېدو کې له اړوندو وزارتونو سره د پروژو پر سر جوړجاړی کوي او کله ناکله خو له ناندریو وروسته اوږدمهالې پروژې د لنډمهال لهپاره عملي کوي، چې ډېر کم دوام کوي.
د سمون او ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي زیاته کړه، دعدلي او قضايي بنسټونو د ناخپلواکۍ او سیاسي برخوردونو نه امله په اداري فساد کې د ښکېلو د لوړپوړيو چارواکيو مخه عدلي او قضایي بنسټونه هم نه شي نیولې.
مو وغوښتل، چې د مسعود د څرګندونو په تړاو د ولسي جرګې اداري پلاوي نظر هم واخلو؛ خو له ډېرو هڅو سره ـ سره بریالي نه شو.