شکنجه کولو یې چې د سوریې جګړې ته لاړ شو

بې‌وزلۍ او وزګارۍ شاوخوا لس میاشتې مخکې احمد اړ کړ چې د ۷ کسیزې کورنۍ د خېټو ډکولو لپاره کډوالۍ ته مخه او ایران ته لاړ شي. احمد چې ۲۲ کلن دی، قاچاقي ته د دوو میلیونو تومانو په ورکولو او د لوږې او تندې په زغملو سره له یو شمېر نورو ماشومانو او ځلمیانو سره له غزني ولایت نه د نیمروز له لارې اصفهان ته ورسېد.

نوموړي اته میاشتې په ایران کې کار کاوه، خو کله یې چې خپل حق وغوښت، د کار خاوند یې چې ایرانی و، نوموړی پولیسو ته وسپاره.

احمد په ډک ستوني او له اوښکو ډکو سترګو وايي، ایراني پولیسو تر ډېرو وهلو او شکنجې وروسته ترې وغوښتل چې د سوریې جګړې ته یا هم بېرته افغانستان ته لاړ شي.

نوموړی وايي، د کار خاوند ویده و چې پولیس راغلل، وسلې یې را واېستلې او د سند غوښتنه یې وکړه. د ده په وینا، دا چې سند مې نه درلود، لاس یې را باندې وتړل او راته ویل یې چې ته شیعه یې، ولې سوریې ته نه ځې. ورته ومې ویل چې دوه ماشومان لرم هغه چا ته پرېږدم؛ نو وروسته یې له ډېرو وهلو او شکنجې وروسته کمپ ته راوستم.

یوازې احمد د ایراني پولیسو له ناسم چلن نه سر نه ټکوي، بلکې د هغه د کوټې ملګري هم وايي چې ایراني پولیس افغان شیعه ځوانان تر شکنجې وروسته اړ کوي چې په سوریه کې له فاطمیون ډلې سره یوځای شي.

رضا چې ۱۹ کاله عمر لري او د غزني اوسېدونکی دی هم د احمد په څېر کیسه لري. نوموړی وايي، ایراني پولیس شیعه افغانان له کمپونو بیايي، اسناد ته ورته جوړوي او په زوره یې د سوریې جګړې ته لېږي او ورته وايي چې له حرم نه دفاع وکړي، خو که لاړ نه‌شي، بېرته یې افغانستان ته را اړوي.

له احمد او رضا سره دوه ماشومان هم ملګري وو. محمد او سخي چې ۱۴ او ۱۵ کاله عمر لري وايي، شپږ میاشتې مخکې په فاریاب ولایت کې قاچاقیانو تېر اېستل، د دوو میلیونو تومانو په ورکولو، له ډېرو هیلو سره ایران ته وخوځېدل.

دا ماشومان ایران ته تر رسېدو مخکې د لارې په اوږدو کې د قاچاقیانو او غلو تر منځ له څو ځله پېر او پلور وروسته په لسو ورځو کې ایران ته ورسېدل. محمد وايي، د لارې یو شمېر ملګري یې د سختیو له کبله پر لاره مړه شول.

محمد وايي، هغه کسان چې ډنګر او کمزوري وو، د لارې په اوږدو کې مړه شول، خپل ملګري مو ان په شا ګرځول او کله به چې موږ ستړي شو، هغوی به راسره مرسته کوله.

اړوند مطالب:

سخي بیا وايي چې د لارې په اوږدو کې یې د ملګرو پښې تڼاکې شوې وې، پر ځمکه به غورځېدل او پر تېږو به لګېدل.

په همدې حال کې د هرات سیمه‌ییز مسوولان وايي، هره ورځ لسګونه ښځې او نارینه په زوره له ایرانه را اړول کېږي او د اسلام‌کلا له لارې هرات ته راځي.

د هرات د کډوالو او بېرته راستندېدونکیو چارو رییس جاوېد نادم سلام‌وطندار ته وویل چې په ۱۳۹۷ کال کې ۱۶۰ زره کسان په زوره او ۲۵۰ زره هم په خپله خوښه له ایرانه افغانستان ته راغلي دي. د نادم په وینا، په را اړول شویو کسانو کې، ۶۸ هغه ښځې وې چې سرپرست یې نه درلود او ۳۵۰۰ نور یې ماشومان وو.

نادم هم د ایراني پولیسو له لوري د افغان کډوالو وهل ټکول مني او وايي، په تېر کال کې ۳ شکایتونه د ایراني پولیسو د ناوړه چلن په اړه د را اړول شویو کسانو له لوري ثبت شوي دي.

نوموړی زیاتوي، له ایران نه په را اړول شویو کډوالو کې کورنۍ، مجردان، ماشومان، بې‌سرپرسته ښځې، معلولان، ناروغان او پر نشه‌يي توکیو روږدي کسان شامل دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد بیا له ایراني چارواکیو غواړي چې د دواړو هېوادونو دوستۍ ته پام باید په زوره د کډوالو را اېستلو لړۍ پای ته ورسوي او ورسره انساني او اسلامي چلن وکړي.

بله‌خوا په هرات کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون سیمه‌ییز دفتر هم د ایراني پولیسو د چلن په اړه اندېښنه ښيي او وايي، مافیايي ډلې په هېواد کې په منظم او پرله‌پسې توګه ماشومان قاچاق کوي.

د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانېزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړ او تدوین شوی‌‌دی. د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي چې د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې له‌مخې قاچاقیان وپېژني او د انساني‌قاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصوبې) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانېزم  د اتمې مادې د دولسم بند له مخې، د بشري حقونو کمېسیون دندې په لاندې ډول دي:

  • د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق او د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق جرمونو په مخنیوي او د بشري چلن په برخه کې د ښوونیزو او عامه پوهاوي پروګرامونو تنظیم او پلي کول
  • د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق د اړوندو قوانینو په لیکلو او اصلاح کې مرسته
  • د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ټولیزې څارنې په چوکاټ کې د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق د زیانمنو د بشري حقونو د وضعیت څارل
  • د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق پروړاندې د مبارزې عالي کمېسیون ته د څلورمیاشتنيو کړنو راپور وړاندې کول
  • د هغو نورو دندو اجرا کول چې د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق پروړاندې د مبارزې په موخه د انساني قاچاق او کډوالۍ قاچاق پروړاندې د مبارزې عالي کمېسیون له لوري ورته سپارل کېږي

خو په هرات کې د ایران سیاسي استازولي له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو ناوړه چلن ردوي او وايي، هغه کسان چې قانوني اسناد او پاسپورټ و نه‌لري، په ایران کې د اوسېدو اجازه نه‌لري او باید خپل هېواد ته را واړول شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام