شنوونکي: د ۲۰۱۶ کال نا امنیو په اړه د دولتي چارواکو ضد و نقیض څرګندونو ولس اندېښمن کړی

د ښي حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګري استازي احمد ضیا مسعود تیره ورځ په تخار ولایت کې د پخوانیومجاهدينو یو شمیر قوماندانانو ته ویلي، چې د سولې په خبرو دې نه غولیږي او مبارزې ته دې چمتووالی ولري.

په همدي حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي هم خبري غونډې کې د امنیتي ځواکونو او دولت لاسته راوړنو په اړه خبري کړي.

د حکومتي چارواکو له ضد او نقیضو څرګندونو پوښتنه راپورته کیږي چې دوی د څه شي په لټه کې دي؟ په داسې حال کې چې د وزګارتیا، له هیواده د خلکو تیښتې او پراخې بې وزلۍ له امله ولس کړیږي.

په دغسې یوه حالت کې د دولتي چارواکو دا ډول څرګندونې د خلکو پر روان څه ډول اغیز کوي؟

د ساسي چارو شنونکی لطیف نظري د راتلونکي کال په اړه د حکومتي چارواکو ضد و نقیضو څرګندونو په اړه سلام وطندارته وویل، دا څرګندوني د خلکو تر منځ اندیښنې زیاتوي.

نظري زیاته کړه، د چارواکو دا ډول څرګندوني د ناټو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ نه شتوالی ښي او د دولت مخالفې وسله والې ډلي له همدې نه همغږۍ ډیره ګته اخلي.

دغه سیاسي شنونکی باوري دی چې افغانستان په امنیتي برخه او د سولې خبرو اترو کې روښانه کړنلاره نه لري او دا مسله په جګړې او خبرو اترو کې  افغانستان له ماتې سره مخ کوي.

د هغه پر خبره دا ضد و نقیض څرګندونې په حقیقت کې د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو ترمنځ همغږي نشتوالي له امله د افغان دولت مخالفین برلاسي اوسي.

نظري زیاتوي، دغه بهرنې سیاست چې افغانستان د ترهګرۍ ملاتړو هیوادونو پر وراندي لري په بهرني سیاست کې د ګډوډي لامل شوی.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی محمد یونس فکور د حکومتي چارواکو دا ډول څرګندونې د هغوی تر منځ د همغږۍ نشتوالی بولي او وايي، ولسمشر د حکومتي چارواکو د مدیریت توان نه لري.

د فکور په اند باید په افغان حکومت کې کار وویشل شي که نه دا ډول څرګندوني به ناوړه پایلي ولري.

فکور زیاتوي، چې باید دولتي مشران چې په پالیسي کې د وینا حق لري له یو بل سره کیني او هوکړه وکړي، واحد دریځ اعلان کړي چې خلک هیله من شي، له دې پرته به دا ډول څرګندونې منفې اغیزي ولري.

فکور زیاتوي، د حکومتي چارواکو ډیرې دا ډول څرګندونې د ویرې له مخې دي او غواړي په دې توګه له مسوولیت څخه وتښتي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پام کې ده د سولې د خبرو اترو څلورمه څلور اړخیزه ناسته به په کابل کې ترسره شي او زیات هېوادوال دغو خبرو اترو ته هیله مند دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام