شنونکي: طالبان هڅه کوي، چې ملا عمر ژوندی وښيي

د بېلابېلو کورنیو او نړېوالو رسنيو له لوري د طالبانو مشر ملا محمد عمر د ژوندليک خپرولو څخه وروسته، یو شمېر سياسي شنونکي په دې اند دي، چې طالبانو د خپل رهبر د ژوندليک په خپرولو سره دا ثابته کړه، چې رهبر يې ژوندی دی.

طالبانو په بې صبرانه توګه د ملا محمد عمر ژوندلیک د ده د رهبرۍ د ۱۹ مې کلیزې په مناسبت خپور کړ.

د يادې ډلې د رهبر  ژوندلیک خپرېدل په داسې حساس وخت کې ځينې پوښتنې راولاړې کړې دي، چې ولې طالبانو په دې وخت د خپل امير ژوندلیک خپور کړ؟

د ملاعمر ژوند لیک په ۵ زره کلمو کې د امارت اسلامي په سایت کې خپور شوی دی.

د طالبانو د رهبر په ژوندلیک کې له ( R.P.G7) ډوله راکټ څخه یادونه شوې، چې د ملاعمر د خوښې وړ سلاح ده.

همدارنګه په دغه ژوندليک کې ليکل شوي، چې نوموړی شوخ طبعيت لري او ساده ژوند يې خوخښيږي.

شنونکي وايي، چې د سیاسي خلکو د ژوندلیک خپرول په ځانګړي توګه د سیاسي او نظامي رهبرانو د هغوی د کارونو په پېل کې خپریږي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد عاصم په دې اړه وايي، د طالبانو دا کار یو شمېر پوښتنې راولاړوي، چې نوموړی په کلونو د سیاسي او نظامي چارو رهبري کړې، مګر طالبانو اوس د ده ژوند لیک خپروي.

دی زياتوي، دغه ډله ولې مخکې له دې دا کار نه تر سره کاوه ؟

محمد عاصم وايي، ښايي طالبان په دې کار سره ځانګړې سياسي موخې ولري.

اخوا یو شمېر نور د سياسي چارو کارپوهان بيا په دې باور دي، چې د ملاعمر د ژوندلیک خپرولو څخه د طالبانو موخه د داعش ډلې پر وړاندې درېدل دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد نصرالله ستانکزی په دې اند دی، چې طالبانو له لوري د ملاعمر د ژوندلیک خپرولو څخه هدف دا دی، چې خلکو ته د خپل امير د مرګ ګنګوسه غلطه ثابته کړي.

ستانکزي زیاته کړه، په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې وې، چې ګوندی ملا عمر مړ شوی.

دی وايي، د ملاعمر د مرګ اوازه د دې لامل شوه، چې زيات طالبان له دغې ډلې جلا شي.

د کابل پوهنتون استاد زياتوي طالبان غواړي، څو خپل رهبر ژوندی وښيي او نورو ته دا پېغام ورسوي، چې له داعش ډلې سره دې نه يوځای کيږي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو بل شنونکی وحید مژده په دې اند دی، طالبانو په دې کار سره وغوښتل د خپلو پلويانو شکونه له منځه يوسي.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې د ملاعمر د ژوند ليک له خپرېدو څخه وروسته نور به ځينې طالبان دا فکر نه کوي، چې فرمانونه د بل چا له لوري صادريږي.

د دې ژوندلیک پر بنسټ ملا محمد عمر په ۱۳۳۹ م لمريز کال کې د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چاه همت په کلي کې زيږېدلی دی.

په ژوندليک کې د ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۹۱ کلونو پورې د ده د جګړو يادونه شوې او ويل شوي، چې د روسانو پر وړاندې په جګړه کې څلور ځلې ټپي شوی او په دې لړ کې په ښۍ سترګه ړوند شوی هم دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام