شنونکي: د سولې عالي شورا ریاست څوکۍ امتیازي ده

ځېنې شنونکي وايي، چې د سولې عالي شورا له جوړېدو راهیسې تر اوسه پورې د دغې شورا د ریاست څوکۍ د امتیاز په ډول یو شمېر کسانو ته ورکول شوې ده.

د سیاسي چارو شنونکی اسحاق اتمر سلام وطندار سره د مرکې پر مهال وویل، په هېواد کې د سولې راوستلو له پاره د سولې عالي شورا ریاست ډېر مهم دی او په کار دی، چې په دغه څوکۍ داسې څوک وګومارل شي، چې هیڅ ډلې او تنظیم پورې تړلی نه وي او د ښکېلو لورو د باور وړ وي.

اتمر وايي، ډېرې څوکۍ لکه د سولې عالي شورا په څېر د امتیاز په ډول ډلو او تنظیمي ځواکونو ته ورکول کیږي، چې دغه کار په هېواد کې د سولې راوستلو په اړه د یو شمېر د رخې سبب شوی دی.

په دې ورستیو کې داسې ګونګوسې شته چې د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني د سولې عالي شورا د رییس په توګه ټاکل کیږي.

ویل کیږي، چې د سولې شورا ریاست ته د قانوني ګومارلو چارې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي او په دې اړه د حکومت مشرانو خبرې جریان لري.

یونس قانوني له دې مخکې د پوهنې وزیر، د مارشال محمد قسیم فهیم له مړینې وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي لومړی مرستیال او ولسي جرګې د رییس په توګه دندې کړي دي.

خو یو شمېر نور بیا د سولې عالي شورا سره مخالفت لري او دغه یو اضافي بنسټ بولي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالبصیر رنجبر وايي، چې د سولې شورا یواځې د څو برجسته اشخاصو د لګښتونو د تامین له پاره رامنځته شوې ده، تر څو دغه کسان له دولت سره جوړ جاړی ولري او د مخالفت څخه خبرې ونه کړي.

د ده په خبره، تر اوسه پورې د سولې شورا له پاره د داسې کوم کس په ټاکلو غور او هڅه نه ده شوې، چې د سولې په برخه کې اغیزمن وي.

رنجبر وايي، سولې عالي شورا اضافي جوړښت دی او د کار له پیل نه تر اوسه پورې د خلکو په ګټه هیڅ کار نه دی کړی.

ده زیاته کړه، چې قانوني په بله برخه کې اغیزمن شخصی دی، خو د سولې شورا له پاره وړ نه دی.

خو په ورته وخت کې د سولې شورا دا ډول خبرې رد وي.

د دغې شورا د نړیوالو اړیکو سلا کار اسماعیل قاسمیار سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې په هېواد کې د سولې له پروسې سره د ۱۱ زره طالبانو یوځای کېدل، په فرانسه، متحده عربي امارات، ناروې، قطر او په وروستي ځل په پاکستان کې د طالبانو سره غونډې د دغې شورا له لاسته راوړنې دي.

قاسمیار وايي، دغه غونډې د پام وړ وې او د سولې شورا له اساسي ستونزو څخه د طالبانو مشرانو ته د دوی نه لاس رسی دی.

ده زیاته کړه، سره له دې چې د طالبانو سره بېلا بېلې غونډې شوي دي، خو د سیمه ییزو استخباراتو له خوا د طالب مشرانو کنترول دوی د طالبانو سره مخامخ خبرو کې پاتې راوستي دي.

د سولې شورا نړیوالو اړیکو سلا کار وايي، د دغې شورا شاوخوا ۴۰ تنو وژل کېدل د سولې په برخه کې د دوی د هڅو بېلګې دي.

سولې شورا د مشورتي  لويې جرګې یو له وړاندیزونو څخه وه او په ۱۳۸۹ کال کې جوړه شوه.

د افغانستان د سولې شورا لومړی رییس برهان الدین رباني و او د رباني له مړینې وروسته زوی یې د سولې عالي شورا رییس په توګه وګومارل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام