شنونکي: د داعش پرضد ایتلاف کې غړیتوب د افغانستان په ګټه دی

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کری د ایټالیا په هېواد کې اعلان وکړ، چې افغانستان ته د داعش پرضد ایتلاف کې غړیتوب ور کول شوی دی.

د چارو شنونکي په دې باوردي، چی د داعش وسله والې ډلې د ځپلو له پاره جوړ شوي ایتلاف کې د افغانستان ورګډول ګټور ګام دی.

د سیاسي چارو شنونکي رحمت الله بېژن پور په دې اړه سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، افغانستان هغه هېواد دی، چې د ترهګریزو ډلو له لوري یې ډېرې ستونزې ګاللي دي.

دی زیاتوي، چې افغانستان باید د نړۍ په کچه هغو ایتلافونو کې چې د ترهګرو د ځپلو له پاره دې ورګډ شي او امنیتي ځواکونه یې په تجهیزاتو سمبال شي، نو د ترهګرۍ سره په مبارزه کې اغیزمن رول درلودلی شي.

د چارو بل شنونکی ایوب شهریار سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې شاوخوا له یو کال راهیسې د افغانستان دختیځ زون په ځېنو ولسوالیو او  د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د داعش ډلې موجودیت لیدل شوی دی.

دی وايي، چې دغه ایتلاف کې د افغانستان ورګډول ګټور کار دی او افغانستان د داعش وسله والې ډلې د پلانونو په شنډولو کې اغیزمن دی.

شهریار وویل، چې افغانستان کولی شي له دې فرصت نه ګټه واخلي او د داعش ډلې په اړه لازم اطلاعات تر لاسه کړي.

خو له بل لوري د نظامي چارو شنونکی کابل خان تدبیر بیا وايي، چې د داعش پر وړاندې په نړیوال ایتلاف کې د افغانستان یوځای کېدل ځېنې زیانونه هم لري.

تدبیر د زیانونو په اړه وايي، چې افغانستان یو جګړه ځپلی هېواد دی او دغه ډون به په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه او فعالیتونه زور واخلي.

نوموړی زیاتوي، د دې پرځای باید نړیوالو هغه ځایونه په نښه کړي وی، چې چېرې د داعش ډلې روزنیز مرکزونه دي او نورو هېوادونو ته ورلېږل کېږي.

کابل خان تدبیر وايي، چې نړیوال ځواکونه باید د دې ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره افغان امنیتي ځواکونه ښه تجهیز او پیاوړي کړي.

افغانستان په داسې حال کې د داعش پرضد د نړیوال ایتلاف غړی کېږي، چې ولسمشر غني په وار وار سره ویلي و، چې افغانستان په د داعش او نور ترهګریزو ډلو ګور وګرځوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان ملي دفاع وزارت چورلکو په ننګرهار کې د داعش وسله واله ډله ځپلې ده.

 

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام