دافغان جنګ مونالیزا شربت ګله، چې دخپلو شنو سترګو له مخې په نړۍ کې پيژندل شوې افغانه ده، دپاکستان تابعیت یې اخیستی دی.

د پاکستان دنفوسو د ثبت ادارې یا ( نادرا) حیات اباد دفتر له خوا خواره کړی شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د غه ادارې د افغان کډوال رحمت ګل ۴۶ کلنې میرمنې شربت بي بي او دهغې دوه زامنو روف خان او ولي خان ته تېر کال دپاکستان پيژندنپاڼې ورکړي دي.

پاکستاني رسنيو ته د شربت ګلې خپلوانو ویلي، چې هغه اوس مهال د پېښور په نوتهیا بازار سیمه کې ژوند کوي، چې د پېښور صدر بازار سره په څنډه کې پروت دی، دهغې دوه زامن دي، او افغانستان ته تګ راتګ هم کوي.

شربت ګله د افغان جګړې پر مهال په ۱۹۸۴ کال کې دخپلې کورنۍ سره پښتونخوا ته کډه شوه او هلته یې د ناصر باغ دکډوالو په کېمپ کې استوګنه پېل کړه.

په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې پر شربت ګلې د لومړي ځل له پاره نیشنل جیوګرافک تلویزوني رسنۍ یو مستند فلم جوړ کړ چې له هغې وروسته شربت ګله دافغان جګړې مونالیزا په نوم په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه.

شربت ګله شنې اغیز لرونکې سترګې لري په ۱۹۸۵ شاوخوا کې د سټيو مک کري له خوا دهغې یو انځور  واخیستل شو و او بیا په همدې کال کې هغه انځور د نیشنل جیوګرافیک دمجلې په لومړي مخ چاپ شو، چې د نړیوالو پام یې ځان ته را واړه وه.

سيتو مک کری دهغې شېبې یادونه اوس هم کوي، چې دافغان کډوالو په یو پنډغالي کې یې د خیمې ترڅنګ د شربت ګلې د شنو اغیز لرونکو سترګو انځور اخیسته.

هغه مهال شربت ګله ۱۲ کلنه وه او د کډوالو د لومړي ښونځي شاګرده وه

د وروستي ځل له پاره نیشنل جیوګرافیک تلویزوني چینل په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې هغه د ننګرهار ولایت د تورې بورې په څنډو کې په خپل کلي کې پېدا کړې وه، چې هغه مهال رحمت ګل ته واده شوې وه. او ارمان یې کوه چې لوڼې یې زدکړې وکړي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام