شربت ګله د تداوۍ له پاره روغتون ته وړل شوې، خو د زندان قضیه يې پرځای ده

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال ویلي، چې شربت ګله اوسمهال په زندان کې نه، بلکې د روغتون په یوه ډېره ښه خونه کې ده.

نوموړي په خپل فيسبوک پاڼه کې ډاډ ورکړی، چې ډاکټران به يې په روغتون کې ښه مراقبت وکړي.

هغه زیاته کړې، چې دوی يې له زندانه د خلاصون په موخه خپلې هڅې ګړندې کړې دي.

له دې وړاندې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان له لومړي وزیر میا نوازشریف څخه غوښتنه کړې وه، چې د شربت ګلې د خلاصون په قضیه کې مستقیمه مداخله وکړي.

اخوا د پېښور ښار عدلي ادارو په نړېواله کچه د مشهورې شین سترګې افغانې ښځې په "ضمانت" د خوشې کېدلو غوښتنه رد کړې ده.

د شربت ګلې د ضمانت په اړه د یاد ښار په حیات اباد کې د ځانګړې محکمې قاضي نن (چهارشنبه د نوامبر۲مه)  پرېکړه واوروله.

یاده دې وي، چې شربت ګلې د تېرې جمعې په ورځ د ضمانت درخواست کړی و او وکیل یې د سې شنبې په ورځ (نوامبر ۱) په محکمه کې دلایل وویل.

دغه افغانه پېژندله شوې څېره څو ورځې وړاندې د پاکستاني پولیسو له خوا د جعلي پاکستانۍ پېژندپاڼې د درلودلو په تور نیول شوې.

له بل لوري په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان له لومړي وزیر محمد نوازشریف څخه وغوښتل، چې د شربت ګلې د خلاصون په قضیه کې مستقیم مداخله وکړي.

په یاد هېواد کې د افغانستان سفیر د یوې اعلاميې په خپرولو سره په دې اړه د خواشيني په څرګندولو سره وویل:" د خورا خوابدۍ وړ ده چې په ضمانت د شربت ګلې د خوشي کولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان او نورو دولتي مشرانو له ډاډ سره سره په پېښور کې محکمې نن (چهارشنبه) د هغې له خوشي کېدو سره مخالفت وکړ."

حضرت عمر زاخیلوال دا هم ویلي، چې د شربت ګلې نیونې، چې په ټوله نړۍ کې پېژندل شوې او په انځورونو کې د افغانستان تر ټولو زیات خوښ شوی تصویر ګڼل کېږي، له وړاندې څخه د افغانانو زړونه بد کړي، خو پر وینا يې د پېښور محکمې له لوري نننۍ پريکړه د ولسونو احساساتو ته د قدر نه ورکولو په معنا ده او "د پاکستان صدر اعظم باید په دغه مسله کې مستقیمه مداخله وکړي".

زاخېلوال وايي، شربت ګله د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو د ادارې له خوا نیول شوې او پر هغې يې بې بنسټه تورونه لګولي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر زیاته کړې، چې د شربت ګلې شناختي کارد جعلي نه دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام