شاهین: ۲۰ افغان امنیتي ځواکونه له زندانه خوشې کېږي

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې نن د افغان حکومت ۲۰ بندیان د طالبانو له زندانه خوشې کېږي.

شاهین ویلي چې دغه خوشې کېدونکي بنديان به کندهار ولایت کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي.

د طالبانو له زندانونو د افغان دولت زندانیان وروسته له هغې خوشې کېږي چې افغان دولت تراوسه د دغې ډلې ۳۰۰ بندیان له بګرام زندانه خوشې کړي دي.

د ملي امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ ماښام د (حمل میاشتې په شلمه) یوه اعلامیه کې وویل، د طالبانو ۱۰۰ بنديان د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د بند پاتې مودې ته په پام، له دغه زندانه خوشې شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې مراسمو کې د ۵ زره طالب بندیانو خوشې کولو امر وکړ او ويې ویل، دغه بنديان د سولې د هڅو یوې برخې په توګه په تدریجي ډول د افغانستان له زندانونو خوشې کېږي.

د یوه خوشې شوي زنداني په خبره، ازاد شوي بندیان د پروان، پکتیا، پکتیکا، بغلان، هلمند، کندهار او ځینونو نورو ولایتونو دي.

د ملي امنیت شورا دفتر نن سهار د (حمل میاشتې په ۲۴مه) وویل چې  د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ تېره ورځ د طالب بندیانو درېیمه ډله د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د هغوی د بند پاتې مودې ته په پام، د سولې د هڅو او د کرونا ويروس د خپريدو مخنيوي په موخه له بنده خوشې شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام