شاهین اسمایي د افغانستان په کچه د ۱۴ کلنو فوټبال اتلولي وګټله

د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا د ۱۴ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د افغانستان په کچه د زونونو ترمنځ لومړي پړاو فوټبال غوره لیګ سیالۍ د مرکز زون (شاهین اسمایي) لوبډلې وګټلې.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې لوبډلې په (فاینل) لوبه کې خپله سیاله د طوفان هریرود لوبډله په پنلټي شوټونو کې په ګونډو کړه.

دغه سیالۍ د کابل په (ګول) پروژې فوټبال لوبغالي کې ترسره شوه، چې د ټاکلو قانوني او اضافه وختونو سره سره بیا هم بغیر له کوم ګول څخه په مساوي توګه پای ته ورسیده.

د ټورنامنټ د پایلې او اتلې لوبډلې د معلومولو له پاره پریکړه (پنلټي) شوټونو ته ووتله، چې په کې د یوې په زړه پورې لوبې وروسته شاهین اسمایي لوبډلې ۴ د ۲ ګولونو په وړاندې اخر هم خپله سیاله لوبډلې ماتې ته تسلیم کړه.

له دې وړاندې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې شاهین اسمایي لوبډلې د پنلټي شوټونو په مټ ۳ د ۱ ګول پر وړاندې سیمرغ البرز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او طوفان هریرود ۳ د ۱ ګول پر وړاندې میوند اتلان لوبډله له مخې لرې کړې وه او پای لوبې ته رسیدلې وې.

دغه راز د سیالیو په پای کې سیمرغ البرز لوبډلې ته د اخلاقو کپ ورکړل شو.

د یادونې وړ ده، چې په دې ټورنامنټ کې د هیواد د ۸ بیلا بیلو زونونو ۱۴ کلنو تنکیو ځوانانو فوټبال لوبډلو (شاهین اسمایي، طوفان هریرود، د سپین غر بازان ، د اباسین څپې، موج‌های امو ، د میونداتلان، سیمرغ البرز او عقابان هندوکش) برخه اخیستې وه.

که څه هم د افغانستان فوټبال فدراسیون له خوا له ۲۰۱۲ م ز کال راهیسې د افغانستان د زونونو په کچه د لویانو فوټبال لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوي دي، خو دا لومړې ځل وو، چې د هیواد د زونونو په کچه د ۱۴ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د ټولو ګډون کوونکو لوبډلو د روزونکو او ادارو غړو او دغه راز د افغانستان فوټبال فدراسیون د لوړو پوړو چارواکو په شتون کې د ډالیو په ویشلو سره پای ته ورسیدې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام