په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار اداره یا سیګار دملي اردو له لېکو د سرتېرو په تېښته اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په تېر یو کال کې زرګونه افغان سرتیري خپلو دندو ته نه دي ستانه شوي.
امریکايي رسنۍ اګزامینر (Examiner)وايي چې په تېر کال کې د افغان ملي اردو ۳۰ زرو تنو خپلې دندې پرې اېښې دي، دې رسنۍ دغه راپور د پنټاګون د هغه راپور په اساس خپله څېړنه بشپړه کړې چې په ۲۰۱۴م کال د اکتوبر په میاشت کې د امریکا د دفاع وزارت له لوري خپور شوی دی، چې موضوع يې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت څېړنه وه.
سره له دې چې پنټاګون د ۲۰۱۴ میلادي کال د وروستیو څلورو میاشتو حالات پټ اعلان کړي و، خو په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار اداره یا سیګار وايي چې دوی له پنټاګون څخه همدا پټ معلومات ترلاسه کړي دي.
په راپور کې راغلي چې د افغان ملي اردو اوسنی شمېر چې ۱۶۵ زره تنو ته رسېږي، تر هغې ډېر کم دی چې باید وای، د دوی په خبره د افغان ملي اردو د ډېرښت په وړاندې له دې لیکو تېښته هم یوه سخت ګواښ دی.
پر دې سربېره د امریکا دفاع وزارت په دې راپور کې ويلي چې د افغانستان په ملي دفاع وزارت کې د سرمايې کمښت او د اشخاصو نه جذب، دا سببونه ګڼل کېږي چې د ملي اردو شمېر په ډېره کمه اندازه پاتې دي.
په همدې راپور کې د ایساف د ګډو ځواکونو د قومندان جنرال جوزف اندرسن له قوله راغلي چې د ۲۰۱۴م کال تر اکتوبر میاشتې پورې د افغان ملي اردو په لیکو کې ۲۰ سلنه منصبونه خالي پاتې و.
خو راپور دا نه ده په ډاګه کړې چې دغه خالي پاتې منصبونه کوم دي؟
راپور د همدې جنرال له قوله لیکي: «په لیکوې استخدام او بېرته تېښته، دا نه سره جوړېږي، پر دې سربېره تلفات هم مه هېروئ.»
د نوموړي په قول د ۲۰۱۴ میلادي کال له پیله تر اکتوبره ملي اردو او پولیسو ۵۰۰۰ تنه له لاسه ورکړل.
د د فاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي د ۲۰۱۴ميلادي کال د اکتوبر په ۲۱مه ویلي و، چې د ۱۳۸۲لمریز کال له پیله د ۱۳۹۳ کال تر نیمايي پورې د ملي اردو او پولیسو ۶۸۵۳ تنه قومندنان او عسکر وژل شوي دي.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وايي چې د ۲۰۱۳میلادي کال په پرتله په ۲۰۱۴میلادي کال کې تلفات ډېر و، نوموړي له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې د دې تلفاتو د ډېرښت علت دا دی چې امنیت مسوولیت بشپړ د افغان امنیتي ځواکونو په اوږو شو، نوموړي له دقتیقو تلفاتو نا خبري وښوده.
جنرال اندرسن په دې راپور کې وړاندې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه « بې ظرفیته او بې مهارت » دي، هغه ويلي چې دغه ځواکونه ان هغه تجهیزات هم نه شي ساتلای چې امریکا او ناټو ورسره مرسته کړې.
دا په داسې حال کې دی چې افغان چارواکو پر دې ټینګار کړی چې افغان امنیتي ځواکونه په تېره بیا هوايي ځواک د تجهیزات او وسلې له کمښت سره مخ دی او له نړیوالو همکارانو يې څو ځلې غوښتي چې په تجهیز او امکاناتو کې ورسره مرسته وکړي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال په دې راپور کې راغلي د تېښتې خبره ناسمه ګڼي او وايي چې هر کال زرګونه تنه د ملي اردو په لیکو کې جذب کېږي، چې ځینې يې د خپلې دورې له بشپړولو وروسته بېرته خپلې دندې پرېږدي، چې هیڅکله هم د تېښتې معنی نه لري.
دولت وزیري وړاندې وویل چې دم ګړۍ د افغان ملی اردو شمېر ۱۹۵ زرو تنو ته رسېږي، چې هيڅ کمښت نه احساسوو، خو دا شمېره تل ثابته نه وي.
نوموړی وايي چې اوس هم زرګونه افغان ځوانان تیار دي چې د ملي اردو په لیکو کې جذب شي، مثلاً څه موده وړداندې د نظامي اکاډمي له پاره په ازموینه کې چې باید ۶۰۰ تنه مو باید نیولي وای، چې د ازمويېنې له پاره۴۵۰۰ تنو ګډون کړی و.
سيګار داسې مهال دامنيتي ځواکونو له لېکو د سرتېرو په وتو اندېښنه ښايي، چې په ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې وسله وال د امنيتي ځواکونو د سرتېرو کورنيو ته ګواښونه کوي، چې خپل زامن او ورونه له امنیتي لیکو وباسي.
په همدې حال کې په یو شمېر ولایتونو او لرو پرتو سیمو کې داسې هم شوي چې وسله والو دکلي ملا امامان ګواښلي چې دملي اردو وژل شويو سرتېرو جنازې ونه کړي.
پوځي کارپوهان په دې باور دي، چې دامنیتي ځواکونو د ارادې لوړونې له پاره له هغوي او دهغوي له کورنۍ کلک داخلي او خارجي ملاتړ ته اړتیا لري.