د امریکا متحده ایالاتو ملي فضایي سازمان یا ناسا اعلام کړی و، چې نن شپه( ۲۰۱۶ م کال نوامبر۱۴مه) به سپوږمۍ ځمکې ته تر ټولو په کمه فاصله کې موقعیت لري.
د پخوا په پرتله به د سپوږمۍ رڼا ۳۰ فیصده زیاته او همدارنګه د معمول په نسبت به ۱۴ سلنه غټه وي.
د امریکا متحده ایالاتو ملي فضایي سازمان همدارنګه ویلي و، چې سپوږمۍ وروسته له ۶۸ کلونو ځمکې ته دومره نږدې شوې او له دې وروسته به شاوخوا ۷۰ کاله وروسته یوځل بیا دومره نږدې او روښنايي يې زیاته شي.
په همدې موخه سلام وطندار د نن شپې له سپوږمۍ انځورونه اخیستي او تاسو سره يې شریکوي.