سویډن له خپلې خاورې ۸۰ زره پناغوښتنکي وباسي

د سویډن هېواد د کورنیو چارو وزیر انډرس یګمن ویلي دي، هغه پناغوښتونکي به له هېواد وباسي، چې غوښتن پاڼې یې د دغه هېواد له لوري رد شوي دي.

نوموړي ویلي دي، چې د پناغوښتونکو دغه شمېر له ۶۰ تر ۸۰ زرو پورې دی.

تلګراف ورځ پاڼې د سویډن هېواد دغه لوړپوړي حکومتي چارواکي له قوله لیکلي دي، چې دغه شمېر پناغوښتونکي به د څو کالونو په جریان کې له هېواد بېر ته خپلو هېوادونو ته د سوداګریزو الوتکو په وسیله ولېږدوي.

سویډن په تېر زېږدیز کال کې ۱۶۰ زرو پناغوښتونکي قبول کړي دي.

سویډن د اروپايي ټولنې په ډله کې یواځېنی هېواد دی، چې د ۹،۸ میلیونو نفوس په درلودولو سره تر نور اروپايي هېوادونو زیات پناغوښتونکي یې قبول کړي دي.

د پناغوښتونکو په پنډغالي کې د یوې مرسته کوونکي ځوانۍ مېرمنې وژل کېدل د دې لامل شو، چې د پناغوښتونکو په اړه بدبیني زیاته شي.

دغه مېرمن الکساندره مظهر نومېده، چې د یو ۱۵کلن سومالیايي ځوان له لوري د چړې په وسیله ووژل شوه.

دغه پېښه د دې لامل شوه، چې د دې پنډغالي زرګونه ځوانان بې برخلیکه پاتې شي.

جګړې او ناامنۍ د پناغوښتونکي د بحران لاملونه دي.

د ۲۰۱۵ زېږدیز کال له سوریې، افغانستان او عراق څخه سلګونه زره خلک اروپا ته تللي دي.

د اروپايي هېوادونو د مشرانو له جدي هڅو سره سره بیا هم د خلکو یو لویه کتله اروپايي هېوادونو ته روان دي.

د ملګرو ملتونو سازمان نوې شمېرې ښيي، چې په یوې میاشت کې ۴۶ زره پناغوښتونکي د یونان له اوبو تېر شوي او ۱۷۰ تنه یې د لارې په اوږدو کې وژل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام