که څه هم تراوسه د امریکا او طالبانو د استازیو ترمنځ د سولې د اووم پړاو خبرو مهال نهدي روښانه شوی، خو کارپوهان باور لري چې په یاد پړاو کې به هم د شپږم پړاو پر موضوعاتو بحث وشي.
پخوانی طالب چارواکی او د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده وايي، د سولې اووم پړاو خبرې به د شپږم هغه پر موضوعاتو وي؛ ځکه په وینا یې شپږم پړاو خبرې بېپایلې پای ته ورسېدې.
په همدې حال کې یو بل پخوانی طالب چارواکی مولوي قلمالدین وايي، په اووم پړاو خبرو کې به له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر مهالوېش بحث وشي.
نوموړی زیاتوي، تر هغې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش روښانه نهشي، سوله به را نهشي.
بلهخوا د افغانستان د خلاصون شورا غړی سیداکبر اغا وايي، له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع د طالبانو لپاره لومړیتوب دی او هغه مهال چې پر دې موضوع هوکړه وشوه، بیا به پر اوربند او د بیان پر ازادۍ خبرې پیل شي.
نوموړی زیاتوي، د سولې خبرې اترې هغه مهال پایله لري چې بهرنیان په خپلو خبرو کې رښتینې وي او هغه څه چې وايي، عمل پرې وکړي.
ومو غوښتل پهدې اړه د ارګ نظر هم واخلو، خو ولسمشرۍ ماڼۍ پهدې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه. اجراییه ریاست او د سولې عالي شورا هم زموږ پرلهپسې اړیکې ځواب نهکړې.
د یادونې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي تراوسه ۶ ځله له طالب استازیو سره په دوحه او اماراتو کې خبرې کړې دي.