د کورنۍ غړي په دې غږ سره (زما ژېړوالی د تا، د تا سوروالی زما) د اور له پاسه الوزي. ټول خوښ وي، په دې چې د اور له پاسه الوتل او د دې جملو ویل غمونه، ناروغۍ او د تېر کال اندېښنې اور ته سپاري، ددې له پاره چې نوی کال په خوښۍ او سوکالۍ سره پیل کړي.
پیغلې نجونې چې د واده هیلې لري له اور چورلي پر خوښۍ سربېره د خپلو کورونو له بامونو له اوبو ډکې کوزې کوڅې ته تشه وي، او په دې توګه د تېر کال غمونه او اندېښنې له کوره بهر غورځوي او زړه د نوي کال خوښیو ته پرانیزي.
(سوري چهار شنبه) هغه جشن دی چې د لمریز کال د وروستۍ چهارشنبې په ماښام به ترسره کېده.
د همدې ورځې په ماښام به کورنیو لرګي راټولول، اور به یې بلاوه او د اور له پاسه به اوښتل.
د دې اور اېرې به یې په بد فال نېولې او په همدې وجه یې د چهارشنبې سوري په سبا شپه دا اېرې په روانو اوبو یا له دیوال څخه لاندې کولې او له راستنېدو وروسته به یې د کور دروازه ټکوله او د کور غړو ته به یې ویل چې له ځانه سره یي خوښۍ او پاکي راوړې ده.
له ډېر پخوا د نوي کال او پخواني رواجونو لمانځل له افغانستان څخه لمن ټوله کړې او یوازې په غربې ولایتونو په ځانګړې توګه د هرات په ولایت پورې ځانګړې شوې ده؛ په تېرو څو کلونو کې په پلازمېنه کابل ښارکې ځېنې ځوانان دغه پخوانی اریایي دود لمانځي.
تېره ورځ (د کب په ۲۸ مې) په کابل کې لس ګونو نارینه او میرمنو سوري چهارشنبه د خراسانیانو د ټولنې له خوا جوړو شويو مراسمو کې ولمانځله.
د خراسانیانو ټولنې مسولين وایي، له څو کلونو راهیسې د سوري چهارشنبې له مراسمو لمانځنه کوي او د ځوانانو له لوري یې تود هرکلی کیږي.
بهزاد، دهمدې مراسمو له ګډون والو یو دی، چې وايي سوري چهارشنبه د زردشتو طریقه ده، ولې دوی دغه مراسم د زردشتي جشن په توګه نه بلکې د خوښۍ لپاره لمانځي.
نوموړي زیاته کړه غواړي چې په دې ډول مراسمو کې په ګډون سره پخواني جشنونه را ژوندي کړي.
حبیب نظري، د سوري چهار شنبې جشن بل کډون وال دی، دی وایي چې د اور له پاسه په الوتلو سره مثبته انرژي اخلي او منفي انرژي بې له کومې وسیلې اور ته سپاري.
د ټولنیزو مسایلو کارپوه سوسن بهبودزاده، وايي چې په دې مرسمو کې ګډون والو ته بلنلیکونه لیږو، مراسم په نڅا او خوښیو تر نیمې شپې پورې غزیږي.
بهبودزاده زیاتوي، د سوري چهار شنبې لمانځنه په تاجکستان او ایران کې زیات رواج لري.
د ریښتنو هیلو له پاره د هرات ولایت اوسیدونکي د سوري چهار شنبې له لمانځلو څخه خوښ دي او وايي په دې مراسمو کې له دوستانو سره د اور لوبه کوي او د نوي کال راتګ په نوي فال نیسي.
میرمن حقیقي وایي، سربېره پر دې چې سوري چهارشنبه لمانځي (د بدر ۱۳مه) هم لمانځي.
دغه جشن له نوروز څخه ۱۳ ورځې وروسته د کورنیو په ګډون لمانځل کیږي، پیغلې نجونې د دې لپاره چې په نوي کال کې واده وکړي سیل ته ځي او واښه له پښو لاندې کوي.
طالبانو خلک دې مراسمو ته نه پرېښودل
سوري چهارشنبه او د نوي کال نور جشنونه د ۳زره کالو د لرغونتیا سره سره د لومړي ځل لپاره د طالبانو له لوري منع شول.
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د نوي کال لمانځل په ځانګړی توګه سوري چهارشنبې لمانځل په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې وي حرامې وګڼلې.
دوی د چهارشنبې لمانځونکي کافران وګڼل او د دې کار د مخنیوي لپاره یې په کلنۍ کې د لمریز کلنۍ پر ځای شمسي کلنۍ ترتیب کړې، چې د حمل د نوي کال لومړۍ میاشت نه وي.
طالبانو د نوي کال او سوري چهارشنبې لمانځل له منځه وېوړل؛ ولې د طالبانو د واکمنۍ تر ماتېدو وروسته بیا ځلې لمانځل کیږي.
اوس هم د نوي کال په تېره بیا د سوري چهارشنبې ورځې لمانځلو څخه ډډه کیږي په دې چې د طالبانو د واکمنۍ له ماتې وروسته ځېنو دیني عالمانو د نوي کال او سوري چهارشنبې لمانځل حرام ګڼي.
میرمن سوسین بهبودزاده ، د ټولنیزو مسایلو پوه وايي چې د سوري چهارشنبې لرغونتیا زردشت ته رسیږی او د زرګونو کلونو لرغونتیا لري.
د اسلام له څرګندیدو زرګونه کلونه وړاندې هر کال په ۱۲میاشتو او هره میاشت په ۳۰ ورځو و ویشلې چې دغو ۳۰ ورځو ځانته نوم درلود.
وروسته له دې چې دا حوزه هم په اسلام کې دا خله شوه په دې وخت کې د اونۍ ډلبندي هم په کې اضافه شوه او هرې میاشتې په پای کې چشن جوړوه او نڅا به یې کوله او دغه جشن ته (سور) یې وېلې.
د نوي کال جشن؛ د خوښۍ لپاره بانه
سوري چهارشنبه د نوي کال د هرکلي لپاره پیل دی. له دې مراسمو وروسته د نوي کال په پیل کې ښاریان نوي کالي اغوندي.
ځنې کورنۍ دسترخوانونه جوړه وي په دې دسترخوانونو کې شینکی د خوښۍ، سرکه د تازه ګۍ، سمنک د خیر او برکت، مڼې د محبت، هوګه د دسترخوان د ساتونکي، څنځلې، سماق او سفند په موجودې وي. د کورنۍ تول غړي ترې چاپېریږي او د کال د وروستۍ شېبې د تېریدو په انتظار وي.
ځوانان په نوي کال کې میلې کوي او هغه چې کوژدې یې شوي وي خپلو ګوژدنو ته دنوي کال ډالۍ وروړي.
د حضرت علي مزار هر کال د نوي کال او ګل سرخ میلې کوربه وي په دې سیمه کې د نوي کال د لمانځلو او حضرت علی ته منسوب جنډه د نوي کال په پیل کې پورته کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال پر ضد ملایانو نه یواځې دا چې د جشن مخالف دي؛ دوی وايي چې سوري چهارشنبه د اورپرستۍ پراختیا ته لمن وهل دي "مسلمانان یواځې په یوه کال کې دوه جشنونه لرو چې یو لوی اختر او دوهم کوچنی اختر دی."
د افغانستان خلک چې له جنګ او جګړو ستړي دي هڅه کوي چې یوه ورځ څخه د خوښۍ د فرصت په توګه استفاده وکړي.
د افغانستان خلک د نوي کال جشن ته د لرغوني او لوی جشن په توګه بې له دې چې د ژوند اوسني خنډونه په پام کې ونیسي په شانداره توګه لمانځي.