سوريې ته لېږل؛ ایران ته د قاچاقي تګ په اړه د یو کونړي ځوان روایت

ګل‌احمد هغه کونړی ځوان دی چې له ننه درې کاله مخکې المان ته د تګ له‌پاره په خطرناکو او نامعلوم سفر روان شو. هغه اوس بېرته هېواد ته راستون شوی؛ خو خورا بدل شوی‌دی. ګل‌احمد چې کله د خپل سفر په اړه کیسه کوي؛ وجود یې لړزېږي او رواني حالت یې بدلېږي.

په نامعلوم مسیر او ژمي موسم کې سفر ډېر سخت دی؛ خو هغه سفر چې لارښوونکي یې قاچاقیان وي؛ خورا سخت وي. کله خو دا ډول سفرونه د انسان د سر په بدل هم تمام شي.

دی په لاره کې د قاچاقیانو له لوري دوکه شوی‌دی. احمد‌ګل وايي، هغه یو قاچاقي سره په‌دې پرېکړه ورسېد چې د ۶ زرو ډالرو په بدل کې به یې المان ته رسوي؛ خو هغه د قاچاقیانو د فریب او دوکې ښکار شو او په پایله کې د ایراني پولیسو له لوري ونیول شو.

ورته مطالب:

«تېر کال ۹۵ تنه د انساني قاچاق په تور نیول شوي»

انساني قاچاق؛ د کندهاري ځوان کیسه

افغانستان په انساني قاچاق کې دویم مقام خپل کړ

ګل‌احمد وايي، قاچاقیانو هغه له ۷ نورو کسانو سره د ترکیې په لوري په خطرناکو لارو روان کړ؛ خو پولې ته نږدې د ایراني پولیسو له ډزو سره مخ شول چې په پایله کې یې دوه هم‌لاري ملګري ټپيان شول او دوی ټول د پولیسو له لوري ونیول شول. ګل‌احمد وايي، قاچاقیانو هغه له ۷ نورو کسانو سره د ترکیې په لوري په خطرناکو لارو روان کړ؛ خو پولې ته نږدې د ایراني پولیسو له ډزو سره مخ شول چې په پایله کې یې دوه هم‌لاري ملګري ټپيان شول او دوی ټول د پولیسو له لوري ونیول شول.

د ده په خبره، له نیول کېدلو سره سملاسي یو کانتینر کې واچول شول چې د یخنۍ نه یې هډوکي کړپېدل او د خوراک و څښاک درک یې نه لګېد.

ګل‌احمد د ایراني پولیسو له زور ـ زیاتي او ناوړه چلند نه شکایت کوي او وايي، په ایراني زندانونو کې د افغانانو وهل، ټکول او ځورول یوه عادي موضوع ده. د هغه په خبره، ایراني پولیسو د دوی له منځه ځېنې د سوريې د جنګ له‌پاره هم غوره کول.

ګل‌احمد وايي، سره له‌دې چې دی له خپلو نورو ملګرو سره یوځای افغانستان ته راولېږل شو؛ خو قاچاقیانو یې په زرګونو ډالر له ځانه سره یوړل. د هغه په خبره، په ایراني زندانونو کې افغانانو ته د وهلو او ټکولو تر څنګ نشه‌يي توکي هم ورکول کېدل.

هغه زیاتوي، سره له‌دې چې په ایران کې یوه اوونۍ بندي و؛ خو دومره بې‌توانه شوی‌ چې فکر کوي کلونه ـ کلونه یې د دې هېواد په زندان کې تېر کړي‌دي.

ګل‌احمد له نورو هغو ځوانانو نه چې غواړي د قاچاقیانو په خبرو دوکه نه‌شي او په قاچاقي لارو سفر ونه‌کړي. ښاغلی ګل‌احمد اوسمهال د کونړ په اسداباد ښار کې په یو درملتون کې کار کوي.

د کونړ د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو ریاست چاواکي وايي چې په تېرو ۶ میاشتو کې له ایران او نورو هېوادونو نه د دې ولایت ۲۶ تنه اوسېدونکي له پولو بېرته را اړول شوي‌دي. د کونړ د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو ریاست مرستیال محمدفاضل ناصح وايي، دوی د خوړو نړۍ‌وال سازمان په همکارۍ له راګرځول شویو کسانو سره نقدې مرستې کوي.

د کونړ د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست ایران، پاکستان او نورو بهرنیو هېوادونو کې د افغان د کډوالو وضعیت د اندېښنې بولي او له خلکو غواړي، چې خپل زامن او ورونه دې د قاچاق وړونکو لاس کې نه ورکوي.

د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړ او تدوین شوی‌‌دی. د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي چې د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې له‌مخې قاچاقیان وپېژني او د انساني‌قاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصبوې) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.

د انساني‌قاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانیزم (NRM) ، د اتمې مادې ۹م بند کې ویل شوي چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت د لاندې مواردو په تامینولو اړ دی.

•        د کورنیو چارو وزارت او د اړوندو نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ هېواد ته د هغو ته کډوالو بېرته را ګرځولو له‌پاره د زمینې برابرول چې د انساني‌قاچاقیانو له لوري له هېواده بهر قاچاق شوي‌دي.

•        د کلني کاري پلان ترتیب او د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق جرایمو سره د مبارزې په تړاو یې پلي کول.

•        د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون ته د خپلو اجراتو څخه د څلور میاشتني راپور وړاندې کول.

•        د هغو نورو دندو ترسره کول چې د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق له جرایمو سره د مبارزې په تړاو د کډوالو چارو وزارت ته سپارل کېږي.

کونړ کې انساني‌قاچاق څخه د مخنیوي کمېسیون عدلیه رییس او منشي محمدتراب «تراب» سلام وطندار ته وویل، دې ولایت کې د انساني‌قاچاق ځېنې ډولونه ثبت شوي او دوی هڅه کوي، د دولتي او غیردولتي بنسټونو له لارې د کونړ اوسېدونکیو ته د انساني‌قاچاق په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

د ښاغلي تراب په وینا، کوم کسان چې يه انساني‌قاچاق کې لاس ولري؛ د انساني‌قاچاق او کډوالو قاچاق د قانون ۱۰مه ماده حکم کوي چې د انسان په قاچاق کې مرتکب کسان په ۸ کالو بند محکومېږي.

کونړ کې انساني‌قاچاق څخه د مخنیوي کمېسیون عدلیه رییس او منشي زیاتوي، افغان کډوال چې ایران، پاکستان او یا نورو هېوادونو کې د انساني قاچاق ښکارندې قرباني کېږي، زیاتو ستونزو سره مخ دي.

دې وروستیو کې نړۍوالې ټولنې او افغان حکومت د انساني‌قاچاق مخنیوي له‌پاره بېلابېل پروګرامونه پیل کړي چې دغو هڅو تر ډېره حده د انساني‌قاچاق پېښو په کموالي کې مرسته کړې‌ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام