سنا: ولسي جرګه باید عبدالله خان او معصوم ستانکزي ته د اعتماد رایه ور نه کړي

د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت لوی ریاست ځای ناستو په توګه د جنرال  عبدالله خان او محمد معصوم ستانکزي ټاکنې  د یو شمېر سناتورانو تند غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر سناتورانو د ملي د فاع ځای ناستي  وزیر په توګه د جنرال عبدالله خان او د ملي امنیت ځای ناستي په توګه د معصوم ستانکزي له ټاکلو سره مخالفت وکړ او له حکومته یې وغوښتل، چې دې څوکیو ته تجربه کار کسان غوره او ولسي جرګې ته ور وپیژني.

د مشرانو جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېر سناتورانو ټينګار وکړ، چې د ملي د فاع وزارت  له پاره جنرال عبدالله خان او ملي امنیت لوی ریاست له پاره معصوم ستانکزی وړ کسان نه دي او که ولسي جرګې ته ور معرفی هم شي باید د تایید رایه ورنه کړي.

د مشرانو جرګې یو غړي شېرمحمد اخند زاده وايي، چې نه باید دغو دواړو ته د تایید رایه ورکړل شي.

د مشرانو جرګې بل غړی زلمی زابلي دې چوکۍ ته د یو په کارپوه کس په ټاکلو ټینګار وکړ او زیاته یی کړه، چې عبدالله خان به د دفاع وزیر په توګه و نه مني.

په همدې حال کې، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي، چې عبدالله خان او معصوم ستانکزی نوي نه دي راغلي، وزیر کېدل او نه کېدل يي په ولسي جرګې پورې تړاو لري.

له دې ټولو سره سره، د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي سلام وطندارته وویل، چې ولسمشر عبدالله خان د دفاع وزارت ځای ناستي او معصوم ستانکزی د ملي امنیت ځای ناستي رییس په توګه ټاکلی، خو دا د ولسي جرګې واک دی چې څه ډول چلند ورسره کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام