سناتوران: ولسمشر دې د پاکستان پر خلاف پخوانی دریځ کلک کړي

د مشرانو جرګې ځېنې سناتوران وايي، چې پاکستان هڅه کوي، د پاریس په غونډه کې ولسمشر غني سره د سولې خبرو اترو د بیا پیلېدو په اړه وګوري.

دغو سناتورانو وویل، چې پاکستان د افغان سولې په پروسه کې دوکه وکړه او ولسمشر غني یې پر وړاندې غوڅ دریځ غوره کړ.

سناتوران وايي، چې کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر موخه د پاریس په غونډه کې د غني ګډون او د پاکستاني پلاوي سره د لیدو او د سولې خبرې پيل و.

دغه څرګندونې نن د (نومبر په ۲۹مه) نېټه د مشرانو جرګې یو شمېر غړو وکړې.

په دې اړه د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وویل، دوی د اشرف غني د پخواني دریځ ملاتړي دي، چې په پاریس او نورو سیمه ییز غونډو کې د پاکستاني مشرانو سره لیدل ونه کړي.

همداراز د دغې جرګې بل غړی نثار احمد حارث وايي، تر هغې چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې عملي کار ونه کړي او پایله یې معلومه نه شي؛ افغان ولسمشر دې په پخواني دریځ ودریږي.

په فرانسه کې یو ورځنی د اقلیم بدلون په نوم نړیوال کنفرانس کې د ولسمشر غني د ګډونو او پاکستاني مشرانو سره د ده د خبرو په اړه د ارګ مرستیال ویاند سيد ظفر هاشمي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ټاکل شوې غني، به نن(یک شنبه) فرانسې ته لاړشي.

هاشمي زیاته کړه، چې دغه کنفرانس ته د نړۍ ۱۳۰ هېوادونو استازي راځي او د ځمکې د تودوخې زیاتېدو د مخنیوي په لارو چارو خبرې کوي.

نوموړي وویل، د ولسمشر د سفر په مهال وېش کې داسې څه نه شته چې له مخې به یې هلته له پاکستاني مشرانو سره لیده کاته وکړي.

اوس پوښتنه دا ده، چې که ولسمشر محمد اشرف غني د پاریس په غونډه کې د پاکستاني پلاوي سره وګوري پایلې به یې څه وي؟

د سیاسي چارو شنونکی فاروق بشر وايي، چې پاکستان په دې نړیوال کنفرانس کې امریکا او ناټو ته څرګندوي، چې افغانانو سره ريښتني دي او پر دې بهانه له هغوی کومکونه ترلاسه کوي.

د پاکستاني چارواکو سره په پاریس کې د ولسمشر غني د لېدنو په اړه سناتوران داسې مهال غبرګون ښيي، چې د ولسمشر غني سلا کار اکرم خپلواک رسنیوته ویلي، په راتلونکو څو وروځو کې به ولسمشرغني د پاریس په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

خپلواک ویلي دي، چې د دې غونډې په ترڅ کې به افغان ولسمشر غني پاکستاني چارواکو سره هم وګوري.

د کابل په شاه شهید سیمه کې تر خونړي برید وروسته کابل د سلام اباد سره خپلې اړیکې سستې کړې.

ولسمشر د یوې خبري غونډې له لارې وویل، چې دوی نور د پاکستان له لارې د سولې خبرې اترې مخې ته نه وړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام