سمنګان کې د ملي‌جنبش ګوند مشر او ۵ نور کسان وژل شوي

د سمنګان ولایتي شورا مرستیال محمدهاشم سروري سلام‌وطندار ته وايي، ناپېژاندو وسله‌والو تېره شپه د ملي‌جنبش ګوند ولایتي دفتر مشر عبدالواسع سمنګاني په ګډون ۵ نور کسان په ډزو وژلي دي.

ښاغلي سروري وویل، پېښه د ایبک ښار «تندورک» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې ښاغلی سمنګاني یو شمېر ټوپکوالو سره د حیواناتو اخېستلو له‌پاره دې سیمې ته تللی وو او وسله‌والو پرې برید وکړ.

پر همدې مهال د سمنګان امنیه قومندان محمد جان دریاب هم د ملي‌جنبش ګوند د ولایتي دفتر پر مشر عبدالواسع سمنګاني د وسله‌والو برید تاییدوي او وايي، د موضوع څېړلو له‌پاره سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.

تراوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت په اړه څه نه‌دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام