سمنګان؛ کان‌کیندونکيو د ډبرو سکرو د تعرفې لوړېدو په غبرګون کې اعتراض وکړ

د سمنګان د دره‌صوف ولسوالۍ یو شمېر کان کیندونکي د ډبرو سکرو د تعرفې پر لوړېدو نیوکه کوي او وايي، که حکومت تعرفه ټيټه نه کړي، د ډبرو سکرو له استخراجه به لاس واخلي.

د سمنګان ولایت د دره‌صوف ولسوالۍ کان کیندونکي د بلخ د ولایتي شورا انګړ کې په اعتراض کولو سره وايي، حکومت د ډبرو سکرو تعرفه له پنځلس سوو نه تر ۲زره او ۲سوو ته لوړه کړې چې دغه کار د کارکوونکيو د بې‌کاره کېدو لامل کېږي.

د اعتراض کوونکيو په وینا، د حکومت له لوري د ډبرو سکرو د تعرفې زیاتېدو ترڅنګ، طالبان هم تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې له هر موټر نه ۴ زره افغانۍ باج اخلي.

د بلخ د ولایتي شورا غړی غلام سخي لاله وايي، سره له دې چې دولت د ډبرو سکرو کانونو نه تر ټولو ډېر عواید ترلاسه کوي؛ خو تراوسه یې د دغو کان کیندونکيو لپاره کوم کار نه دی کړی.

د هغه په وینا، د دره‌صوف ـ مزارشریف لاره کې طالبان او امنیتي پوستې هره ورځ د ډبرو سکرو موټر چلوونکيو نه باج اخلي.

خو د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد د دره‌صوف ـ مزارشریف لاره کې د طالبانو له خوا باج اخیستل ردوي او اويي، دولت د قانون په مطابق هغوی ته تعرفه وضع کړې ده.

د سمنګان د دره‌صوف د ډبرو سکرو کان کې شاوخوا ۲ زره کارکوونکي په کار بوخت دي او له دغه کانه هره ورځ سلګونه موټر نورو ولایتونو ته د ډبرو سکاره لېږدوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام