د هلمند ولایت د نهرالسراج ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې سلګونه وسله والو طالبانو پر يادې ولسوالۍ برید کړی.
د دوی په وينا، په دغه بريد کې شاوخوا ۳۰ افغان پولیس وژل شوي او درې امنيتي پوستې په بشپړه توګه له منځه تللي دي.
د راپورونو پر بنسټ دغه امنيتي پوستې د نهرالسراج ولسوالۍ پر لویه لاره پرتې وې.
خو د هلمند د امنيې قومندانۍ ویاند شاه محمود اشنا سلام وطندار ته د وسله طالبانو له لوري ډله ییز برید مني او وايي، چې اوس هم په دغه سيمه کې د امنيت امر په مشري جګړه روانه ده.
نوموړي پولیسو ته د اوختي زيانونو په اړه څه ونه ویل، خو دا يې ومنله، چې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له لوري برید شوی.
د بريد پړه طالبانو پر غاړه اخیستې.
د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنيو ته ویلي، چې په سيمه کې اوس هم جګړه روانه ده او تر دې دمه ۴۰ پولیس يې وژلي او ۳۰ میله اسلحې يې هم له ځانه سره وړي دی.
حکومتي چارواکي بیا د وسله والو دغه ادعا په کلکه ردوي.