.jpg)
ناپېژنده کسان تېره ورځ له غرمې وروسته د ټرانسپورت وزارت د یوه کارکوونکي عبدالستار کور ته چې د کابل په اوومه ناحیه کې دی، ننوتي او د بصیرې په نوم یې د هغې مېرمن، د هلال او جلال په نومونو دوه ځامن او د دیانا په نوم یوه لور په تېشه وژلي دي.
بصیره ۲۶ کلنه وه، خو د ځوانۍ مرګ یې زړې مور ته شوک ورکړی او له هغې سره وروستۍ ټیلیفوني خبرې یې هره شېبه د زړه داغ تازه کوي. د بصیرې خور چې ښايي له مړینې یې څو شېبې مخکې د خپلې مور د روغتیا په اړه فکر کاوه او هغې ته یې یادونه وکړه چې خپلې روغتیا ته پام وکړي.
د بصیرې مور د خبرو کولو توان نه لري، خو خور یې چې غږ یې غریو نیولی وايي، بصیرې تېره ورځ ورته ټیلیفون کړی و او له خپلو خویندو او خوریانو سره یې د وروستي ځل لپاره چې نه پوهېده، دا به یې وروستی ټیلیفون وي، خبرې وکړې.
د بصیرې خور وايي، کله چې بصیره له دوی سره غږېده، په ټیلیفون کې د مېخ او څټک غږ هم اورېدل کېده چې ماشومانو یې پرې لوبې کولې.
.jpg)
ناپېژنده کسانو د دې کورنۍ څلور غړي په وحشتناکه توګه وژلي دي. د عدلي طب پایلې ښيي چې د اته کلن جلال په سر کې مېخ وهل شوی دی.
لس کلن هلال او اته کلن جلال دواړه د ښوونځي په درېیم او دویم ټولګي کې وو. دواړه ورونو چې ځانګړی استعداد یې لاره، غوښتل پیلوټان شي. خو څلورکلنې دیانا په ماشومانه فکر هیله لرله چې ښوونځي ته لاړه شي، لومړی مقام وګټي او په همدې خبرو به یې خپلې مور ته خوښي وربښله، خو اوس نه دوی او نه یې هم مور شته.
د بصېرې پلار چې تر اوسه د پېښې څرګوالي په اړه معلومات نه لري وايي، دا پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله نه ده شوې.
د دې کورنۍ یو خپل وايي، قاتلانو د بصېرې د مقاومت له امله د هغې لاس او پښې پرې مات کړي دي. د هغه په خبره، بصېره د خپل خاوند تر راتلو ژوندۍ وه، خو روغتون ته پر لاره یې ژوند له لاسه ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي که څه هم زموږ پرلهپسې اړیکو ته ځواب ورنه کړ، خو پر خپلې فېسبوکپاڼې یې لیکلي چې د پېښې د څرنګوالي په اړه د پولیسو پلټنې دوام لري.





