سلام ضعیف: په افغانستان کې جنګ او سوله تحمیلي بڼه لري

د طالبانو د رژيم پر مهال په پاکستان کې د دغې ډلې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، چې د "هرات په امنیتي خبرو اترو" غونډه کې برخه درلوده وویل، چې د افغانستان د جنګ او سولې برنامه تحمیلي ده.

نوموړي د هرات په ۵ امنیتي ناسته کې زیاته کړه، چې د افغانستان د ستونزو د حل لاره جنګ نه ده او باید یو بین الافغاني سولې ته غاړه کېښودل شي.

ملا عبدالسلام ضعیف دا هم وویل، چې نه باید دغه برنامې او تصمیمونه تحميلي بڼې ولري.

د طالبانو د رژيم پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي، د افغانستان د جنګ له پاره کوم ستراتيژي، چې په پام کې نیول شوی مثبته پایله نه شي لرلی.

هغه همدارنګه له وسله والو طالبانو سره د سولې په هکله ۴ اړخیزه ناسته هم تحمیلي وبلله.

هغه له حکمتیار سره د سولې په اړه وویل، له حکمتیار سره د حکومت او نړېوالې ټولنې پر ژمنو عمل به پر طالبانو هم مثبت اغیز وکړي.

د طالبانو د دغه پخواني غړي پر خبره، حکومت او نړېوالې ټولنې له  حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره زیاتې ژمنې کړي او باید د دغو ژمنو د عملي کولو له پاره انتظار وشي، چې د حکمتیار پر وړاندې څه عکس العمل ښي.

له بل لوري د پخواني ولسمشر حامدکرزي د حکومت پرمهال د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین سپنتا وايي، تر هغه چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د نړېوالو ستراتيژي او جغرافیه بدله نه شي افغانستان سولې او ټيکاو ته نه شي رسيدلی.

هغه د پاکستان په اړه وویل، چې د تروریزم تولیدونکی هېواد دی او تر اوسه په دغه هېواد کې د سولې او مذاکرې ذهنیت نه دی رامنځ ته شوې.

هغه خبرداری ورکړ، تر څو چې په پاکستان کې د تروریزم د تولیدولو ځایونه له منځه یو نه وړل شي، نو افغانستان به د سولې خاوند نه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام