د مبلډن ټینس نړیوالو سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، امریکایۍ سرینا ویلیمز المانۍ کیربر ته په (فاینل) لوبه کې په اسانۍ سره ماتې ورکړه او د انګلستان په کوربتوب یې د ۲۰۱۶ کال سترو (ګرانډ سلام) ټینس سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
سرینا ویلیمز د ښې او یو اړخیزې لوبې وروسته سر پر سر په دوو سیټونو کې ۷ د ۵ او ۶ د ۳ پر وړاندې ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام ترڅنګ یې ۲ میلیونه ډالر انعام هم ترلاسه کړ.
د دواړو ښځینه لوبغاړيو ترمنځ د اتلولۍ ګټلو له پاره وروستۍ لوبه ۸۱ دقیقې روانه وه، چې المانۍ کیربر په کې د امریکایۍ سرینا پر وړاندې ماتې ومنله.
په اتلولۍ ګټلو سره سرینا ویلیمز د روان کال اسټرالیا ازادو سیالیو کې د ماتې خوړلو غچ واخیست چې کیربر سرینا ویلیمز ته په ماتې ورکولو لومړۍ (ګرانډ سلام) اتلولي ګټلې وه.
سرینا ویلیمز د ۷ م ځل له پاره د سترو ښځینه ټینس (ومبلډن) سیالیو د اتلولۍ جام ترلاسه کړ او دغه راز یې په خپل ټینس تاریخ کې ۲۲ مه (ګرانډ سلام) اتلولي وګټله.
سرینا ویلیمز د سټیفني ګراف د ۲۲ اتلولیو حساب برابرولو پسې د تېر کال راپه دې خوا په هلو ځلو کې وه، چې اخر هم بریالۍ شوه.
د یادونې وړ ده، چې اوس سرینا د اسټرالوۍ ریکارډ لرونکې مارګریټ پسې ده، چې د ۳ نورو اتلولیو په ګټلو سره د ښځینه ټینس د تاریخ تر ټولو زیاتې اتلولۍ ګټونکې لوبغاړې شي.
مارګریټ په ۲۴ ګرانډ سلام اتلولیو سره د ښځینه ټینس تاریخ تر ټولو مخکښه لوبغاړې شمېرل کېږي، چې اوسهمال له نړیوالو سیالیو ګوښه شوې ده.
امریکایۍ مخکښې لوبغاړې سرینا ویلیمز له تېر کال راهیسي د نیویارک په ازادو ټینس سیمي فاینل لوبو کې او دغه راز د اسټرالیا او فرانسې په ازادو ښځینه ټینس فاینل لوبو کې ماتې خوړلې وې، خو کیربر ته په ماتې سره یې دغه ریکارډ هم برابر کړ.
همدارنګه د انګلستان په کوربتوب د روانو ټینس سیالیو په نارینه فاینل لوبه کې به نن برېټانوی انډي موري د اتلولۍ ګټلو له پاره له کاناډایي میلوس رونیک پر خلاف د لوبې ډګر ته ووځي.