د سرپُل ولایتي شورا مشر محمدنور رحماني وايي، طالبانو تېره شپه ـ چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وو ـ په صیاد ولسوالۍ برید وکړ چې ۲۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.
ښاغلی رحماني خبرداری ورکوي، کهچېرې دغې ولسوالۍ ته ژر تازهدمي ځواکونه ونه رسېږي؛ د طالبانو لاس ته به ولوېږي او لهدې سره به څو نورې ولسوالۍ هم سقوط شي.
هاخوا د سرپُل والي ویاند ذبیحالله اماني هم وايي، طالبانو د صیاد ولسوالۍ سقوط او دې ولسوالۍ کې په نفتلرونکیو سیمو د کنټرول ترلاسه کولو لهپاره برید کړیدی.
نوموړي مني چې نښته کې طالبانو او امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي؛ خو د کره شمېر په اړه یې څه نه وايي.
د سرپُل دولتي روغتون کې یوه کره سرچینه ـ چې نه غواړي نوم یې خپور شي ـ وايي، تراوسه پورې دغه روغتون ته د امنیتي ځواکونو ۲۱ جسدونه او ۲۳ ټپیان ور وړل شوي.
د سرچینې په وینا، وژل شویو کې د صیاد ولسوالۍ د محلي پولیسو قومندان او د سرپُل قوماندانۍ د قرارګاه قوماندان هم شامل دي.
طالبانو تراوسه پهدې برخه کې څه نهدي ویلي.