ولسي جرګې ټولټال د ۱۷ وزیرانو د استیضاح پریکړه کړې وه، چې د وړمې چهارشنبې پر ورځ د (نومبر پر۱۶مه) د ۱۶ وزیرانو په استیضاح سره دا لړۍ پای ته ورسېدله.
د افغانستان سترې محکمې په تازه کې پرېکړه کړې ده، چې ډېر ژر به د سلب صلاحيت شویو وزيرانو د برخلیک په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
د سترې محکمې يوې سرچينې نن د (نومبر پر ۲۵مه) د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې د سلب صلاحيت شويو ۷ تنو وزيرانو په هکله د محکمې څېړنې لا هم روانې دي.
شاوخوا یوه اونۍ مخکې ولسي جرګې د کابينې ۱۶ وزيران استيضاح کړل، چې ۹ هغه یې په خپلو څوکيو پاتې او ۷ يې سلب صلاحيت شول.
ياد وزيران د دې له پاره استيضاح شوي وو چې د وکيلانو له نظره ۷۰ سلنه بودجه يې نه وه مصرف کړی او ډېرو هغو یې د بودیجې په مصرف کې تخطیانې کړې وې.
د سرچينې په خبره، په قوي احتمال ښايي د شنبې تر ورځې د دوی څېړنې پای ته ورسېږي او محکمه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې يو شمېر غړيو ویلي وو، که د سترې محکمې پرېکړه د ولسي جرګې د پرېکړې پر خلاف وه؛ نو د قضایيه او مقننه قوو ترمنځ به ټکر زيات شي.
ارګ د ولسي جرګې دغه پرېکړه نه ده منلې او په دې اړه يې د سترې محکمې نه قانوني او حقوقي وضاحت غوښتی دی.
تقریباً ډېر وزیران د استیضاح له پاره د ولسي جرګې غونډې ته حاضر نه شول؛ خو د جرګې غړیو په غیاب کې صندوقونه اېښودل او د باور او نه باور رايو په اړه يې رایه اچونه کوله.