سبا: د هیواد دکانونو خوندیتوب باید باوري شي

د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وايي چې د هېواد ځمکنۍ شتمنۍ دې خوندي شي.

ددغه وزارت چارواکي ویره ښکاره کوي، هسې نه دافغانستان معادن د وسله والو ډلو لاس ته وغورځي.

د یاد وزارت وزیر داود شاه سبا نن د (جون په ۱۰مه) په و لسي جرګه کې وویل، چې دوی د ځېنو کاونونو او د ګازو نل لېکو امنیت له پاره امنیتي پلان جوړوي.

داود شاه سبا زیاته کړه، چې د شبرغان او مزار شریف پر لاره به د ګازو نل لیکې دخوندیتوب  له پاره ۶ امنیتي پوستې، د مس عینک د کان د خوندیتوب له پاره ۲۰ او له شبرغان نه تر سرپل پورې ۹ امنیتي پوستې  جوړوي.

داود شاه سبا دغه خبرې د ۱۰۰ ورځني کاري پلان د وړاندې کولو پر مهال وکړې.

سبا وویل اوس له دغو سرچینو نه طالبان ګټه اخلي؛ نو حکومت ته په کار ده چې پرېنږدي وسله والې ډلې ترې تغذیه شي.

د کانونو وزیر وویل، په راتلونکو ۱۰۰ ورځو کې به دوی  د حکومتوالۍ، جیولوژیکي سروې ګانو، د نفتو او ګازو د سرچینو کشفولو، د کان کېندنې مدیریت، د کانونو په قانون کې د تعدیل، د کان کېندنې د تخنیکي ظرفیت لوړونې او ځېنو نورو برخو باندې پاملرنه زیاته کړي.

نوموړي وویل چې په نږدې راتلونکې کې پر لویو کانونو کار کول ناشونی دي، ده زیاته ی کړه، چې د دوی پلان اوس يوازی پر وړو کانونو ورټول دی.

ده همدا راز ژمنه وکړه چې په راتلونکو سلو ورځو کې به د کاني زیر مو په اړه خلکو  ته معلومات ورکړي.

په دې کاري پلان کې  د ټاپي پروژې پيلېدل، د کانونو عوایدو له پاره طرحه جوړول، په کان کېندنه کې د ماشومانو د ګومارنې مخنیوي څارنه هم شمارل شوي دي.

له دې مخکې د کانونو او پترولیم وزیر خبرداری ورکړی و چې د هېواد کاونونو ته دې جدي پاملرنه وشي.

سبا ویلي وو، که دولت په دې اړه بې غوري وکړي هېواد به د ستر معدني  کړ کېچ سره مخ شي.

.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام