سبا ته د «شپږیزې» له‌پاره د کورنیو او بهرنیو لوبغاړیو «بولي» کېږي

ټاکل شوې‌ده، چې سبا شپه به په کابل کې د افغانستان کرکټ بورډ په نوښت د «شپږیزې» پنځم پړاو سوداګریزې شل اوریز ټورنمېنټ له‌پاره د لوبغاړیو «بولي» ووهل شي.

د شپږيزې د پنځم پړاو ټورنمېنټ عمومي مسوول دوست محمد نظري سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې ټولټال ۱۶۵ کورني او بهرني لوبغاړي به «بولۍ»  ته وړاندې شي.

د نوموړي پر وینا، په بولۍ کې افغانستان د بېلابېلو ملي لوبډلو او کورني کرکټ ۱۰۰ مشهورو لوبغاړيو تر څنګ به ۶۵ بهرني لوبغاړي وي، چې لوبډلې به ترې د مناسبو قیمتونو په بدل کې د خپلې خوښې لوبغاړي جذب کړي.

نظري زیاته کړه، د افغانستان د کرکټ بېلابېلو لوبډلو کورني او بهرني لوبغاړي ۴ برخو وېشلي دي.

د ده په خبره، تر ټولو مشهور کورني او بهرني لوبغاړي به په «پلاټینیم»، ورپسې به په «پریمیر»، ورپسې په «ګولډ» او بیا به د نورو په پرتله کم تجربه او نوي لوبغاړي په «سېلور» کټه‌ګوریو کې بولۍ ته وړاندې شي.

دوست محمدي نظري دا هم وویل، چې کورنیو لوبغاړیو ته یې له ۵۰ زرو افغانیو نیولې تر ۲ سوو زرو او ۷۰ زرو افغانیو پورې قیمت اېښودل شوی‌دی.

شپږیزې ټورنمېنټ عمومي مسوول په ټینګار سره وویل، په سږنۍ شپږيزه کې که د کورني کرکټ کوم لوبغاړی اخیستل کېږي؛ تقریباً ۵۰ زره افغانۍ قیمت به ولري.

ده زیاته کړه، بهرنیو لوبغاړیو ته بیا له ۳ سوو زرو افغانیو نه نیولې تر ۷ سوو زور افغانیو پورې قیمتوته وضع شوي‌دي، چې په دې اساس هر بهرنی لوبغاړی له ۳ سوو زرو افغانیو نه کم نه‌اخیستل کېږي.

افغان کرکټ بورډ مخکې ویلي وو، چې د وېسټ‌انډيز، زمبابوی، عربي امارات، پاکستان، بنګله‌دېش او کاناډا هېوادونو څخه لوبغاړیو د افغانستان په د شپېږیزې په پنځم پړاو کې د لوبېدو لېوالتیا ښودلې ده.

په‌دې تړاو د سږ کال شپږیزې عمومي مسوول دوست محمد نظري وویل، چې د ډېرو بهرنیو لوبغاړیو لېست یې برابر کړی و؛ خو اوس یې دا لېست ۶۵ لوبغاړیو ته راکم کړی‌دی.

د سږ کال په شپږیزې ټورنمېنټ کې به د تېر کال اتله «کابل بازان» لوبډله د اصغرستانکزي په کپټانۍ له خپلې اتلولۍ نه دفاع کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام