ساړه او واوره؛ بې‌ځایه شوي تخاریان په خېمو کې ژوند کوي

د تخار د دشت‌قلعه ولسوالۍ کې د جګړې له امله ۴ بې‌ځایه شویو کورنیو د تالقانو ښار یوه څنډه کې د پرلت خېمه وهلې.

دغه کورنۍ د ژمي سړې او د واورو شپې تر خېمو لاندې تېروي.

دا بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، له څوو میاشتو راهیسې یې حکومتي مسوولینو پوښتنه نه‌ده کړې.

بې‌ځایه شوی قاري نعیم وايي، د امکاناتو نه‌شتوالی او د ژمي سړې هوا په دلیل یې د ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.

دی زیاتوي، د ماشومانو د درملنې له‌پاره د پيسو نه‌شتوالی لا څه چې له درېیوو شپو راهیسې خواړه هم نه‌لري.

دغه بې‌ځایه شوي د دشت‌‌قلعه ولسوالۍ د النګ سیمې اوسېدونکي دي او وايي، کلی یې طالبانو نیولی دی او د هغوی له وېرې خپلو کورونو ته نه‌شي ستنېدلی.

دوی له حکومته د مرستې د غوښتنې ترڅنګ شکایت کوي چې په تېر کې هم مرستې نه‌دي ورسېدلي.

هاخوا د تخار ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي ـ چې نن سهار یې د دغو کورنیو انځورونه فېسبوکي کړي‌وو ـ وویل چې بې‌ځایه شوي د تالقانو ښار مختلفو سیمو کې کرایي کورونو او خیمو لاندې ژوند کوي چې مرستو ته اړتیا لري.

خو د تخار والي ویاند جواد هجري وویل، حکومت د جګړې د بې‌ځایه شویو وګړیو سروې کړې چې د ځايي ادارې او مرستندویو بنسټونو له لوري د مرستو وېشلو لړۍ دوام لري.

د هغه په وینا، تېره اوونۍ یې د څه باندې ۵.۲ میلیونو افغانیو په ارزښت ۴۷۰ بې‌ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکیو او نغدو پيسو مرسته کړې‌ده.

د تخار د طبیعي پېښو د مخنیوي اداره هم وايي چې دغو کورنیو سره مرستې شوې‌دي؛ خو هغوی نه غواړي خپلو سیمو ته ستانه شي.

زیاتره بې‌ځایه شوي د کندوز د دشت‌ارچي ولسوالۍ او د تخار د خواجه‌غار، دشت‌قلعه، بنګي او بهارک ولسوالیو څخه دي چې د تخار مرکز ته یې پناه وړې ده.

د ځايي چارواکیو په وینا، دغه ولایت کې تراوسه پورې ۲ زره کورنۍ تثبیت شوې‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام