سلام وطندار د ټولنیزو راپورونو په لړ کې د جنسي پېښو د قرباني شویو ښځو له هغې شمېر سره مرکې کړي، چې په دولتي او نادولتي ادارو کې ځورول شوې دي او دغه مرکې یې په ځانکړې پاڼه کې راټول کړې دي، چې د مرکه کوونکیو نومونه مستعار، خو کیسې یې په پوره ډول حقیقي دي.
زهرا: په یوې دولتي ادارې کې مې کار کولو. په اداره کې را سره زیاتې مېرمنې او نارینه همکاران وو. د کارونو د منظمولو په پار پرېکړه وشوه، چې باید د ارزونې یوه ډله وګومارل شي. د هر کار له پاره مو جلسه جوړوله او کارونه مو تر دې اندازې نږدې وو، چې حتا د غرمې ډوډۍ مو هم یوځای خوړله. زموږ په ډله کې یو کس و، چې تل به زما په شاوخوا تاوېد. د ده له خبرو او چلن نه پوهه شوم، چې ما ته نور د یوې کارمندې په سترګه نه ګوري. تل به یې په دفتر کې راسره خبرې کولې، د دفتر شمېرو مو لګښت نه درلود، په هرې پلمې به یې را ته زنګ وهلو.
له دې څیزونو سره مې ستونزه نه لرله او په هېچا مې بدګوماني نه کوله، تل به مې اړیکې ته ځواب ورکولو او په عادي ډول مې ورسره خبرې کولې. بلاخره یوه ورځ یې را ته وویل، چې ډېره یې خوښېږم. د غرمې د ډوډۍ بلنه یې راکړه. ورته کړه، مې چې اوس مو په دفتر کې ډوډۍ ګډ ډوډۍ وخوړله. را ته ویې ویل، چې غواړي له ماسره دوه په دوه یوازې ډوډۍ وخوري. وړاندیز مې ور رد کړ. له هماغې ورځې راوروسته یې زیاته ځورولم، یوه ورځ یې را ته وویل، چې ملګرتیا به وکړو، یو بل به سم وپېژنو او بیا واده وکړو. زه په دې پوهېدم، چې له ما سره واده نه کوي او یوازې خپل عیش کوي، هر چېرې مې چې کار کولو یو ځل به په یوې پلمې راتللو. بلاخره مجبوره شوم، چې له هغې برخې ځان بدل کړم، د مبایل شمېره مې هم بدله کړه او په فیسبوک کې مې هم بلاک کړ.
زیات وخت کېږي، چې خبر ترې نه لرم، خو وېرېږم، چې یو ځل بیا راپسې نه شي.
مریم: له فرهنګي کارونو سره مې زیاته مینه لرله او لېواله وم، چې په ادبي او ټولنیزو غونډو کې ګډون وکړم.
یو کس چې تل یې په غونډو کې لیدلم، را ته وویل، چې د یوې سیاسي ډلې غړیتوب واخلم. د ازمایښت له پاره مې یو ځل د ګوند په غونډه کې ګډون وکړ. ومې لیدل چې زیات شمېر ښځو په کې ګډون کړی و، له همدې امله مې د ګوند په څو نورو غونډو کې هم ګډون وکړ. یوه ورځ د ګوند بورډ، دفتر ته بلنه را کړه او ویې ویل، چې ته د ګوند د مرستیاله ټاکل شوې یې. له ما سره پوښتنه پیدا شوه، چې په دومره کمه موده کې یې څنګه د ګونډ مرسیتاله کړم؟ دا چې په ذهن کې مې بدګوماني وه، د دوی وړاندیز مې په احتیاط سره ومنلو. یوه ورځ راته د ګوند مشر وویل، له هغې ورځې چې دې دفتر ته راغلې یې، زما خوب دې وړی دی، ورته ومې ویل، ولې؟ را ته یې کړه، چې زیاته را باندې ګرانه یې او غواړم، چې واده در سره وکړم او خپله ټوله شتمې ستا په نوم کړم. د ګوند د مشرتابه خبرو ته غوږ شوم او په زړه کې مې ویل، چې یو انسان تر کومه حده بې وجدانه کېدای شي، کله یې چې خبرې تمامې شوې؛ ورته ومې ویل، که ستا مېرمنې ته یو څوک داسې خبرې وکړي، څه احساس به وکړې؟ زما خبرو پرې تاثیر وکړ، رنګ یې وتښتېد او را ته ویې ویل، چې زما مېرمن خو د کور ښځه ده او ته د بېرون مېرمن یې!
دې خبرې یې سخته غوسه کړم، ورته ومې ویل، چې په دې دفتر کې دا زما وروستۍ ورځ ده، د تل له پاره مې دفتر ورپرېښود، هر ورځ به یې را تک زنګ وهلو، بلاخره مې خپله شمېره هم بدله کړه.
شیما: بې له دې چې په یو مهم دولتي پوست وګومارل شم، کار پیل کړ. په دې انتظار ومه، چې منظوري مې را شي او رسمي ماموره شم. د کار د منظورۍ په اړه مې باور نه لرلو، په عین وخت کې مې په دوو نورو ځایونو کې هم د کار له پاره غوښتن پاڼه ورکړې وه. ما ویل، که خدای وکړي یو له دغو ځایونونه، په یوه کې د رسمي کارمندې په توګه کار وکړم.
یو ورځ رییس را ته وویل، چې زه دې چارې خلاصومه او شمېره یې را نه واخیسته، را ته یې وویل، چې له غرمې وروسته ورته زنګ وکړم. په ټاکلي وخت مې ورته زنګ ووهلو. را ته یې وویل، چې زه په شهر نو کې شخصي د فتر لرم او هلته یې د دې له پاره روغوښتلم، چې د ازموینې له پاره را سره خبرې وکړي. ورته ومې ویل، چې د دندې د رسمي کېدو په برخه کې مې دوه ازموینې ورکړي دي او بلاخره مې د ده خبرو ته غوږ کې نه ښود او دفتر ته ور نه غلم. خو رییس به تل را ته زنګ وهلو، چې یو ځل یې دفتر ورشم، کله به یې چې له نږدې ولیدلم؛ په عجیب شان سره به یې له سره تر پښو را ته کتل او د خصوصي ژوند په اړه به یې را نه پوښتنې کولې. ما به یې خبرې به شد سره رد اورېدلې، بلاخره یې یوه ورځ زما همکارانو ته ویلي وو، شیما ته ووایه، چې نور دې کار ته نه راځي، چې په دې دفتر کې د کار کولو له شرایطو سره برابره نه ده.