د فاریاب زرګونو اوسېدونکیو نن ورځ د ولایت په مرکز میمنې ښار کې د پراخې غونډې په ترڅ کې له ترکیې افغانستان ته د عبدالرشید دوستم او هغه ته د لومړي مرستیال واکونو بېرته ورکولو او راستنولو غوښتنه وکړه.
دغه راز د غونډې ګډونوالو د بلخ ګوښه کړای شوي والي عطامحمد نور ملاتړ هم وکړ. په غونډه کې د ملي جنبش، جمعیت اسلامي او ولایتي شورا غړیو هم ګډون کړی و.
د ملي جنبش ولایتي رییس عطامحمد فیضي د ملي یووالي حکومت پر مشرانو تور پورې کړ، چې له خلکو سره کړې ژمنې یې ماتې کړي او دغه راز د قومونو ترمنځ د نفاق او ناامنۍ لامل شوي دي.
د فاریاب ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني وايي، چې د ولسمشر لومړی مرستیال د دغه کړېدلي ملت په پاکو رایو دغه مقام ته رسېدلی او باید په عزت سره هېواد ته راستون شي.
د غونډې ګډونوالو له بلخ ولایته د عطامحمد نور ګوښه کول وغندل او د حکومت له نړیوالو ملاتړو یې وغوښتل، چې د مخورو سیاسي څېرو له ګوښه کولو لاس واخلي.
دغه راز په غونډه کې د مدني ټولنو شبکې رییس سیدزین الدین عابدي او د فاریاب یو قومي مشر محمد طارق پر ملي یووالي حکومت په نیوکې سره وویل، چې په درې کلونو کې ونه توانېدل په سمه مانا ملي یووالی رامنځته کړي.
د فاریاب د غونډې ګډونوالو ۵ ماده ییز پرېکړه لیک ولوست او په هغه کې یې د ملي یووالي حکومت له مشرانو غوښتي، چې له عبدالرشید دوستم اوعطامحمد نور سره دې اختلاف پای ته ورسوي.
د شمال ناامنه کولو پروژې پای، د داعش ډلې له ملاتړه لاس اخیستل او له فساد سره مبارزه د دې غونډې ګډونوالو نورې غوښتنې وې.
د غونډې ګډونوالو خبرداری ورکړ که د عبدالرشید په اړه د دوی غوښتنې ونه منل شي پراخ مدني اعتراضونه به وکړي.