رین ګیګز له مانچسټر یونایټیډ سره ۲۹ کلن یاري پای ته رسوي

 

د ډیلي میلز ویبپاڼې د راپور له مخې، د انګلستاني کلب "مانچسټریونایټیډ" نوي منیجر "جوزمورینو" په راتګ سره له دغه کلب سره د ویلز هیواد لوبغاړي "رین ګیګز" پاتې کیدل نور ناشوني بریښي.

د راپور له مخې، د منځنۍ لیکې مشهور لوبغاړي رین ګیګز پریکړه کړې، چېله دغه تاریخي او مخکښه فوټبال کلب سره ۲۹ کلنه ملګرتیا پای ته رسوي او په دې موخه د نوموړي د مالي چارو ډلې  د مانچسټریونایټیډ کلب څخه د تړون له مخې د ۱ کال پیسو اخیستلو هڅې پیل کړي.

رین ګیګز له ۱۹۸۷ کال راهیسي د ۲۹ کلونو له پاره د مانچسټریونایټیډ فوټبال کلب له پاره لوبې وکړې او په دې وروستیو کې دروزونکې دنده په غاړه لرله، چې په وینا یې د کلب چارواکو ورسره د منیجرۍ دندې ورکولو په ژمنه وفا و نه کړه.

ویل کیږي، چې د مانچسټر یونایټید فوټبال کلب نوی منیجر جوزمورینو د رین ګیګز د دندې او مسولیتونو د راکمولو پریکړه کړې ده او د پخوانۍ ډلې په ځای یې د خپلې خوښې روزنې ډلۍ ګمارنې سره موافقت کړی، چې دغه کار د رین ګیګز د غوسې لامل شوی دی.

رین ګیګز د مانچسټریونایټیډ لوبډلې له پاره د کپتانۍ او لوبیدو وروسته د ډیویډ مویز او لویس وین ګال په منیجرۍ کې دروزنې دنده ترسره کړې او د مسولیتونو د کمیدو په ځای د (منیجرۍ) دندې اخیستلو په تمه وو.

رین ګیکز د ۲ منیجرانو ترڅارنې لاندې د مانچسټریونایټیډ کلب د روزنې وروسته په دې تمه وو چې د کلب چارواکو له خوا به ورته د منیجرۍ دندې ورکړل شي، خو دغه دنده اوس جوز مورینو ترلاسه کړه.

پخپله ګیګز هم منلې ده، چې له مانچسټریونایټیډ سره ۲۹ کلنه ملګرتیا پای ته رسول جواري ثابیتدای شي، خو د کلب یو شمیر مخکښه چارواکو هم ورته مشوره ورکړې، چې د مسولیتونو د کمیدو په صورت کې مانچسټریونایټیډ لوبډله پریږدي او خپل راتلونکې بل چیرته خوندي کړي.

رین ګیګز په ۱۴ کلنۍ کې د انګلستان اولډ ټریفیډ کلب (مانچسټریونایټیډ) سره یوځای شو او تراوسه یې له یاد کلب سره ملګرتیا لرله.

د نوموړي په کپتانۍ او شتون کې مانچسټریونایټیډ د انګلستان فوټبال غوره لیګ سیالیو ترټولو بهترینه لوبډله شوه، چې په شتون کې یې یادې لوبډلې ۱۳ ځلې د انګلستان فوټبال غوره لیګ د اتلولۍ جامونه او دغه راز ۴ ځلې د انګلستان حذفي جام اتلولۍ او ۲ ځلې د اروپا فوټبال کلپونو د اتلولۍ جامونه وګټل.

رین ګیګز اوسمهال ۴۲ کاله عمرلري، چې د ویلز هیواد فوټبال ملي لوبډلې له پاره یې په خپلو ۶۴ نړیوالو سیالیو کې ټولټال ۱۲ ګولونه ترسره کړي او هم د لویې بریتانیې فوټبال ملي لوبډلې له پاره هم په ۴ نړیوالو سیالیو کې لوبیدلې دي.

د ویلز هیواد دغه لوبغاړی په ۹۶۳ سیالیو کې د مانچسټریونایټیډ فوټبال کلب له پاره لوبیدلې دي او په ۱۶۸ ګولونو وهلو بریالي شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام