د انګلستان ډيلي میلز وېبپاڼې د راپور له مخې، هسپانوي کلب ریال ماډریډ خپل تکړه لوبغاړی کولمبیایي جیمز روډریکیس په ۲ کلن پور الماني مخکښ فوټبال کلب بایرن مونیخ کلب ته ورکړلو.
جیمز روډریکیس په ۲۰۱۴ کال کې د ۷۱ میلیونو پونډو په بدل کې په ۶ کلن تړون سره هسپانوي کلب ریال ماډریډ اخیستی وو، چې اوسمهال یې رول کمه رنګه شوی وو.
ویل کېږي المانې فوټبال کلب بایرن مونیخ لا هم د دې حق هم لري، چې دغه کولمبیایي لوبغاړې په بشپړه توګه خپلې لوبدلې لهپاره واخلي.
جیمز روډریکیس اوسمهال ۲۵ کاله عمر لريو تېر فصل یې یوازې د هسپانیې په لالیګا سیالیو کې د ریال ماډریډ کلب په ګټه ۲۲ سیالۍ ترسره کړې.
د بایرن مونیخ فوټبال ترڅنګ جیمز روډریکیس د انګلستان چیلسي او مانچسټریونایټیډ فوټبال کلبونو سره هم د یوځای کېدو په موخه په اړیکو کې وو.
د الماني مخکښ کلب بایرن مونیخ فوټبال کلب عمومي مشر کارل هینز رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا د دوی د کلب د روزونکي کارلوس انسیلوټي یوه ستره هیله وه، چې روډریکیس بایرن مونیخ ته راولي.
د هینز په وینا، بایرن مونیخ فوټبال کلب په دې خوشحاله دي، چې د هسپانوي کلب ریال ماډریډ جیمز روډریکیس یې اخر هم جذب کړ.
جیمز روډریکیس د برازیل په کوربتوب په ۲۰۱۴ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو کې د کولمبیا هېواد فوټبال ملي لوبدلې لهپاره مخکښ لوبغاړی و.
نوموړي په دغه جام کې د لوبېدو وروسته د ریال ماډریډ د وخت روزونکي کارلوس انسیلوټي لهخوا په ۲ کلن تړون ریال ماډریډ اخیستی وو.
ریال ماډریډ فوټبال کلب ته د پخواني لوبغاړي زین الدین زیدان په راتګ سره په ریال ماډریډ کلب سره د روډریکیس رول کم شوی وو.
فرانسوی زین الدین زیدان د تېر ۲۰۱۶کال په جنورۍ میاشت کې د رفل بینیټیس په ځای د هسپانوي کلب ریال ماډریډ روزونکی وټاکل شو.