سلام وطندار | آرشیو
فارسی
|
پشتو
|
ازبیکی
|
ENG
رونالډو: د (چمپینزلیګ) فوټبال سیالیو پای لوبې ته تیار یم
سلام وطندار | آرشیو |
چهارشنبه، 25 می 2016
د خپلې اوسنۍ روغتیا په اړه مشهوره پرتګالي فوټبال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو ټولې ګنګوسې پای ته ورسولې او د ښه والي ډاډ یې ورکړ.
د نوموړي په وینا روغ رمټ دی او د راتلونکې دوشنبې په ورځ دایټالیې په (میلان) ښار کې به د اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ په فاینل لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ولوبیږي.
ټاکل شوې ده، چې د روانې (می) میاشتې په ۲۹ مه نیټه د ۲۰۱۶ م ز کال اروپا فوټبال کلپونو اتلولۍ لیګ سیالیو (فاینل) لوبه کې دوه هسپانوي کلپونه ریال ماډریډ او اټلاټیکو ماډرید د لوبې ډګر ته ووځي.
د یادونې وړ ده، چې د رونالډو د روغتیا او فاینل کې دننه لوبیدو په اړه ګنګوسې وروسته له هغې خپرې شوې، چې دغه لوبغاړی د تمرین پرمهال د یوه لوبغاړي سره وجنګید.
ویل کیږي، چې د کریسټیانو رونالډو روغ رمټ پاتې کیدل نه یواځې د فاینل لوبې له پاره د ریال ماډریډ په ګټه دی ترڅنګ خپل پرتګالۍ فوټبال ملي لوبډله هم د راتلونکې میاشت سترو اروپایي فوټبال سیالیو ته د رونالډو د روغ رمټ پاتې کیدو دعا کوي.
کریسټیانو رونالډو به راتلونکي جون میاشتې په ۱۰ مه نیټه د اروپایي هیوادونو ترمینځ په پیلیدونکو فوټبال جام سیالیو کې مهم لوبغاړی وي.
د یادونې وړ ده، چې د (چمپینزلیګ) په تیرکال سیالیو کې کریسټیانو رونالډو ۱۷ ګولونه ترسره کړي وو، چې اوسمهال په ۱۶ ګولونو څخه د خپل ریکارډ برابرولو څخه ۱ ګول وروسته دی.
دغه راز د کریسټیانو رونالډو روغ رمټ پاتې کیدل د راتلونکې فاینل لوبې له پاره ځکه اړین دي، چې له یوه اړخه سیاله اټلاټیکو ماډریډ یوه بهترینه دفاع لرونکې لوبډله شمیرل کیږي، چې د ماتولو لپاره یې رونالډو له ریال ماډریډ سره بهترینه وسله او ترڅنګ یې له یادې لوبډلې سره د ټپونو له کبله رفیل واران هم شتون نه لري.
د اټلاټیکو ماډریډ د دفاع لیکي قوت له دې هم معلومیږي، چې روان سیزن یې په خپلو ۵۶ سیالیو کې په ۳۵ لوبو کې هیڅ سیالې لوبډلې ته د دوی خلاف د ګول کولو چانس نه دی ورکړی.
نه یواځی دفاع بلکې د ریال ماډریډ خلاف د اروپا فوټبال اتلولۍ ګټلو له پاره له یادې اټلاټیکو ماډریډ لوبډلې سره د رونالډو او بینزیما په وړاندې د ګریزمین او فرنینډو ټوریس په څیر برید کوونکي لوبغاړي هم له ځان سره لري چې د لوبې پریکړې بدلولې شي.
به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print
این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.
بازگشت به وبسایت اصلی
مطالب مشابه:
په افغانستان کې د میلیونونو ډالرو په لګښت د فوټبال نړیوال لوبغالی جوړیږي
10/11/2015
د افغانستان ۱۹ کلنه کرکټ ملي لوبډله هندوستان ته ځي
10/18/2016
بنګله دېش به د لومړي ځل له پاره په چمپینزټرافي کې ولوبیږي
06/21/2015
شهزاد محمدي په نړیوال کرکټ کې ۱۵ مه سلیزه پوره کړه
04/11/2016
احمد ولي د هسپانوي سیال خلاف له سیالۍ پرته ګټونکی شو
06/18/2016
د کرېکټ بورډ نوي مشر د بېلابېلو ارزونو خبر ورکړ
09/19/2018
اخبار و گزارشهای سلام وطندار را از شبکههای اجتماعی دنبال کنید:
فیسبوک
توییتر
تلگرام