روسیه: قوي احتمال شته، چې د داعش مشر وژل شوی‌وي

روسیې څېړنې کوي، چې د اسلامي حکومت «داعش» په نامه د وسله‌والې ډلې عمومي مشر ابوبکر بغدادي په سوریه کې د دوی د هوايي بریدونو پرمهال وژل شوی‌دی.

روسیې دفاع وزارت وايي، چې ښايي ۳ اوونۍ مخکې د داعش مشر په یو هوايي برید کې په رقه ښار کې وژل شوی‌وي.

د سپوټونیک روسۍ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، هغه مهال د دې برید موخه د سوریې په رقه ښار کې د داعش د نظامي شورا غونډه وه.

رقه  د سوريې په شمال کې د داعش مرکزي ځای دی.

له‌دې مخکې هم د داعش د عمومي مشر د وژنې په اړه راپورونه رسنیز شوي‌وو.

ابوبکر بغدادي؛ د داعش ډلې مشر

د روسیې دفاع وزارت په تازه خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ابوبکر بغدادي سره په‌دې برید کې ۳۰ لوړپوړي قوماندانان او ۳۰۰ داعشي سرتېرې هم وژل شوي‌دي.

داعش ډلې تر اوسه د هغه د وژنې په اړه څه نه‌دي ویلي.

په وروستیو کې د بغدادي د اوسېدو ځایونه مشخص شوي وو او د ۲۰۱۶ کال تر اوکتوبره پورې خو لا په موصل کې اوسېدلی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن هم د روان زېږدیز کال په مارچ کې په یوه وینا کې ویلي وو، چې بغدادي به هم یوه ورځ د هغه د وژل شویو قوماندانو په شان له ورته سرنوشت سره مخ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام