رحمت‌الله نبیل: مالي خان د ترهګريزو فعاليتونو نظارت لپاره پاکستان ته تللی

د ملي امنیت پخوانی رييس رحمت الله نبیل وايي، د انس حقاني ماما او د حقاني شبکې مهم غړی مالي خان د ترهګريزو فعاليتونو نظارت لپاره پاکستان ته تللی دی.

نبيل وړاندې له دې خبرداری ورکړی و چې د حقاني شبکې د مهمو غړيو خوشې کېدل د دښمن کرښه ځواکمنوي.

مالي خان له انس حقاني او حافظ رشيد نه درې کاله وړاندې په ۱۳۹۰ کال کې نيول شوی و.

ولسمشر غني د ۲۰۱۹ کال د نوومبر په دولسمه نېټه په يوه تصويري پيغام کې وویل چې مالي خان د ولي خان زوی، عبدالرشيد د محمد عمر زوی او انس د جلال‌الدين حقاني زوی له طالبانو سره د سولې په اړه د مخامخ خبرو لپاره په مشروط ډول د امریکايي پوهنتون د دوه بهرنیو استادانو په بدل کې خوشې کېږي.

ولسمشر هغه مهال ويلي وو چې ياد درې بنديان له ټولو اړخونو سره له سلامشورو په ځانګړې توګه له امريکا سره په مشورې خوشې کېږي، څو له طالبانو سره د سولې په اړه مخامخ خبرو ته زمينه برابره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام