رباني: ځینو د سیاسي پايښت پر ځای سیاسي ماموریت ته لومړیتوب ورکړ

د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست صلاح‌الدین رباني وايي چې د دغه ګوند یوشمېر غړیو سیاسي پایښت په سیاسي ماموریت ورکړ.

د نوموړي په وینا، د یادو کسانو ځان‌غوښتنه د فردي او ټولنیز ناورین لامل شوې او له هغو کسانو باعزته ژوند غواړي چې په هوا کې ريښې لري.

رباني چې نن د یاد ګوند د مرکزي دفتر او «د شهید برهان‌الدین رباني» بنسټ په پرانست‌غونډه کې خبرې کولې وویل، د دغه ګوند یوشمېر غړیو په تېرو ۱۹ کلونو کې د ګوند د موخو خلاف شخصي پرېکړې کړې دي.

هغه زیاتوي، هغه کسان چې د غرب په ملاتړ واک ته رسېدلي، دولتي امکانات او د نظام دستګاه یې د سیاسي حذف لپاره ځانګړې کړې ده.

نوموړی په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د ملت‌جوړونې طرحه ناسمه بولي او وايي، په تېرو ۱۹ کلونو کې د نظام د جوړښت په اړه د ډېرو خلکو لید په پام کې نه دی نیول شوی او هېواد کړکېچ ته تللی دی.

صلاح‌الدین رباني د سولې په اړه هم خبرداری ورکوي، که اصلي لوري له سیاسي اجماع پرته د سولې خبرې اترې پیل کړي، دا تپل شوې سوله به له هماغه پیله له ماتې سره مخ وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام