راپور؛ اورکم اوونۍ کې طالبانو ۳۶ نظاميان او ملکيان وژلي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یوه تازه راپور کې راغلي چې د اورکم تېره اوونۍ کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونو کې ۲۲ امنیتي ځواکونه او ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.

راپور کې چې نن ورځ (شنبه) خپور شوی ویل شوي چې دغه یوه اوونۍ کې ۲۳ امنیتي ځواکونه او ۴۲ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.

د بشري حقونو کمیسیون موندنې ښيي چې دغه اوونۍ کې د ملکي وګړيو تلفات ۲۸ سلنه کم شوي دي.

د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ کې طالبانو ‌بلخ، فاریاب، سمنګان، بغلان، غور، روزګان، فراه، زابل، کندهار، هلمند، پکتیا، میدان‌وردک، ننګرهار، لغمان، بادغیس او کاپیسا ولایتونو کې ماین چاودنې، هدفي وژنې او ترهګریز بریدونه کړي دي.

د اورکم اوونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو دفاعي نښتو کې ۵ طالبان هم وژل شوي دي.

د بشري حقونو کمیسیون راپور ښيي چې دغه یوه اوونۍ کې طالبانو ۳ کسان یرغمل هم نیولي چې دې ډله کې د سمنګان د دره‌صوف بالا ولسوال هم شامل دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام