راشدخان په ۲۰ اوریزه لوبو درجه بندۍ کې هم لومړي مقام ته ورسېد

د کرېکټ نړیوالې شورا له‌خوا د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې مرستیال کپتان او په ګوګلي ماسټر مشهور راشدخان ته یو بل زیری هم راغی.

د کرېکټ نړیوالې شورا د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له‌مخې، راشدخان د ۲۰ اوریزه لوبو په نړیواله درجه بندۍ کې د لومړي ځل له‌پاره د بالرانو په ډله کې لومړي مقام ته رسېدلی دی.

راشدخان د ۲۰ اوریزه لوبو د غوره بالرانو په درجه بندۍ کې دغه مقام له نیوزیلیندي بالر میچل سنټر څخه نیولی دی چې دغه لوبغاړی ۶ مقام ته ګوزار شوی دی.

راشدخان وروسته له هغه د ۲۰ اوریزه لوبو د بالرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړ چې روانه میاشت یې په عربي اماراتو کې د زمبابوې خلاف ۲ شل اوریزه لوبو کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ راشدخان ارمان د کرېکټ نړیوالې شورا په تاریخ کې د لومړي افغان او د دې شورا په تاریخ کې د ځوان لوبغاړي په توګه د ۵۰ اوریزه لوبو د بالرانو په درجه بندۍ کې هم لومړی مقام ترلاسه کړ.

افغان راشدخان چې اوسمهال له افغان کرېکټ ملي لوبډلې سره ۲۰۱۹ کال ۵۰ اوریزه کرېکټ نړیوال جام سیالیو ته د رسېدو په موخه د غوراوي پړاو لوبولو له‌پاره زمبابوې کې دی د لومړي مقام ترلاسه کولو خوشحالي یې د ټویټر څخه په ګټه اخیستلو ښودلې ده.

د راشدخان په وینا، له فخر او ویاړ ډکه شېبه ده چې په ۲۰ اوریزه بالرانو درجه بندۍ کې هم لومړي مقام کې اعلان شو او د خپلو مینه‌والو له مینې او ملاتړه یې مننه کړې ده.

راشدخان یوازېنی افغان لوبغاړی دی چې د بنګله‌دېش، هندوستان، ویسټ انډيز او اسټرالیا په سوداګریزو کرېکټ لیګونو کې لوبېدلی دی او سږکال به د انګلستان په کورنیو کرېکټ سیالیو کې هم راښکاره شي.

د کرېکټ نړیوالې شورا له‌خوا د شل اوریزه لوبو په نوې اعلان شوې درجه بندۍ کې نیوزیلنیډي بیټسمین کولن منرو لومړی او اسټرالوي ګلین مکسویل دویم مقام ترلاسه کړی خو په درې اړخیزه ۲۰ اوریزه سیریز کې د اسټرالوۍ لوبډلې د اتلولۍ سره سره پاکستان بیا د هېوادونو په ډله کې لومړی مقام له ځان سره ساتلی دی.

همدارنګه د شل اوریزه لوبو د الراونډرانو په ډله کې محمد نبي عیسی خېل بیا د اسټرالوي ګلین مکسویل او بنګلهدیشي شکیب الحسن وروسته دریم مقام خپل کړی خو افغان محمد شهزاد د بیټسمینانو په ډله کې په لسم مقام کې اعلان شوی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام