افغان لیګسپېنر راشدخان ارمان د هندوستان «CEAT TYRES» شرکت اداری لهخوا د کرېکټ په برخه کې د ۲۰۱۹ کال د شلاوریزو لوبو د غوره توپاچوونکي نړۍوال جایزه وګټله.
د جایزو دغه مراسم بېګا شپه د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړیو په حضور کې وشول؛ خو پهدې مراسمو کې پهخپله راشد خان برخه نهوه اخېستې.
د (سي ایټ ټایرز) شرکت ادارې د کال د شلاوریز نړۍوال توپاچوونکي په توګه راشدخان ته د جایزې په ګټلو سره مبارکي ویلې ده.
د یادونې ده چې راشدخان ارمان اوسمهال له کرېکټ نړۍوالې شورا سره د ۲۰ اوریزو لوبو د بالرانو او د ۵۰ اوریزو لوبو د الراونډرانو په کتار کې لومړي ځایونه او د ۵۰ اوریزو بالرانو په کتار کې بیا دویم مقام لري.
په ګوګلي خان مشهور افغان لیګسپېنر راشدخان د هندوستان په کوربتوب ۱۲م پړاو (اي پي ایل) سیالیو له لوبولو وروسته هېواد ته راستون شوی او ټاکل شوې د راتلونکې جمعی په ورځ ملي لوبډلې سره د یوځای کېدلو په موخه ایرلینډ ته لاړ شي.
راشد خان په (اي پي ایل) سیالیو کې یو ځل بیا د نبي عیسیخېل او مجیب ځدران په پرتله په ډېرو لوبو کې ولوبېد او هم یې ۱۷ وېکټې واخېستلې چې ترڅنګ یې له ۱۵ لوبو وروسته د دې لیګ تر ټولو اقتصادي توپاچوونکی هم و.
د هندوستان په کوربتوب د «CEAT TYRES» ادارې لهخوا د جایزو وېشلو په مېله کې د غوره نړۍوال کرېکټ لوبغاړي او بهترین توپوهونکي جایزه ویرات کوهلي ته ورکړل شوه.
همدارنګه د نړۍوال غوره توپاچوونکي جایزه جسپریت بومرا ته، د نړۍوال بهترین ټیسټ لوبغاړي جایزه چیتیشورپوجارا ته، د نړۍوال غوره ۵۰ اوریز لوبغاړي جایزه روهیت شرما ته او د نړۍوال بهترین ۲۰ اوریزه لوبغاړي کلنې جایزه اسټرالوي کپټان ارون فینچ ته ورکړل شوه.
همدارنګه د ۲۰۱۹ کال غوره کارکردګۍ جایزه کلدیف یادیف ته، د هندوستان غوره کورني کرېکټ لوبغاړي جایزه اسوتوش امان ته او د نړۍوالی غوره ښځینه کرېکټ لوبغاړي جایزه بیا هندۍ سیمریتي مندنا ته ورکړل شوه.
دغه هندي شرکت په کرېکټ کې د ۲۰۱۹ کال غوره کاکردګیو په برخه کې د کرېکټ لوبې په ښه پوښښ کې د کرېکټ دوه خبریالان سريرام ویرا او سنیهال پردان ته هم د غوره کرېکټ خبریالۍ کلنۍ جایزې ورکړې.
د ترلاسه شویو معلوماتو لهمخې، د هندوستان دغه شرکت هر کال دغه کلنۍ جایزې نه یواځې هغو لوبغاړیو ته ورکوي چې کرېکټ مینهوال یې په یو کال کې په خپلو کارکردګیو خوشاله ساتلي وي او ترڅنګ یې خپلې لوبډلې هم په کارکردګیو ویاړلي وي.
ورته مطالب: