راشدخان به د سږ کال په لومړي پړاو Euro T20 slam کرېکټ لیګ کې ولوبېږي چې د روان کال په اګست کې به په اروپا کې وشي او له همدې امله د ویسټانډيز ۷م پړاو (کربین پریمیرلیګ) لهپاره وانهخېستل شو.
د ۲۰ اوریزو لوبو دا لیګ د سکاټلینډ، ایرلینډ او هالینډ کرېکټ بورډونو لهخوا په ګډه برابر شوی چې راشد خان پهکې Marquee شپږ کسیزو لوبغاړیو په ډله کې اخېستل شویدی.
له افغانستانه د یوازیني افغان لوبغاړي راشدخان ترڅنګ به له پاکستانه شاهد افریدي او بابراعظم، اسټرالویانو کریس لین او شین واټسن او نیوزیلینډیانو نه لوکرونکي او برینډن مکولم پهدی ډله کې وي چې هره لوبډله به لهدې ډلې یو ـ یو لوبغاړي واخلي.
د اروپا پهدی نوي شلاوریز کرېګټ لیک کې د هر هېواد دوه ـ دوه لوبډلې اخېستل شوېدي چې د اګست میاشتې له ۳۰مې د سپټمبر تر ۲۲مې به په درېیو واړو هېوادونو په امسټردام، ایډنبر او ډبلین ښارونو کې سیالۍ وکړي.
د ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، ګډونوالې لوبډلې باید د ۷ بهرنیو او ۶ کورنیو لوبغاړیو نه ۱۶ کسیزې لوبډلې جوړې کړي چې ټولټال به په درېیوو ښارونو کې ۳۳ سیالۍ وشي.
د دې لیګ لومړی پړاو به د اګست له ۳۰مې د سپټمبر تر ۵مې نېټې د هالینډ په امستردام ښار کې وشي چې ورپسې به د سپټمبر له ۶مې تر ۱۲مې نېټې په سکاټلینډ کې دوام وکړي او بیا به له ۱۳مې تر ۱۹ مې نېټې د ایرلینډ په ډبلین ښار کې په کوربتوب لیګ سیالۍ پای ته ورسېږي.
د یورو شلاوریز کرېکټ لیګ لومړۍ او دویمه سيمي فاینل لوبه به د سپټمبر په ۲۱مه او د اتلولۍ ترلاسه کولو لهپاره پایلوبه به په ۲۲مه نیټه وشي. د دی درېیو واړو لوبډلو د کوربه لوبغالیو په اړه معلومات نهدي ورکړل شوي.
له ایرلینډه به پهدې شلاوریز کرېکټ لیګ کې ډبلین چیفز او بلفاسټ ټایټنز، له سکاټلینډه ایډنبر راکس او ګلاسګو جاینټس او له هالینډه به امستردام کینګز او روټردام روهینوز لوبډلې برخه ولري.
دغه سیالۍ به د افغانستان پر وخت ماسپښین ۲ بجې او مازیګر ۶ بجې کېږي چې لومړۍ درې ورځې به په دوو ـ دوو سیالیو کې دوام وکړي.
که څه هم تراوسه لهدې ۶ بهرنیو لوبغاړیو پرته لوبډلو ته د نورو بهرنیو لوبغاړیو د جلبولو د پروسې، شمېر او نومونه په اړه معلومات نهدي ورکړل شوي؛ خو ښایي ډېر ژر ورته نور افغان لوبغاړي هم غوره شي.