د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې او په نړۍواله کچه مشهور افغان لیګسپېنر راشدخان ارمان د ملګرو ملتونو لهخوا د افغانماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسیف) سفیر شو.
د یونیسیف لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، راشدخان کابل ته په رارسېدو سره نن د دې نړۍوالې ادارې په مرکزي دفتر کې پهدی موخه تړون لاسلیک کړ.
راشدخان د ایرلینډ خلاف له سیالیو وروسته د افغانستان ټېسټ کرېکټ ملي لوبدلې سره هېواد ته راستون شو او ټاکل شوې سبا به د نوروز ورځې د نمانځلو په موخه په یوه نمایشي لساوریزې لوبې کې ولوبېږي.
یونیسیف د افغانستان لهپاره د ماشومانو د حقوقو برخه کې د ملي سفیر په ټاکلو خوښي ښودلې او دا یې د خپلې ادارې لهپاره له خوښۍ ډکه ورځ بللې ده.
د یادونې ده چې راشدخان اوسمهال د کرېکټ نړۍوالې شورا په درجهبندۍ کې د ۲۰ اوریزو لوبو د بالرانو او د ۵۰ اوریزو الراونډرانو په ډله کې لومړی مقام لري.
نوموړی دغه راز د افغانستان کرېکټ په تاریخ کې لومړی او په نړۍواله کچه ۹م بالر دی چې په درېیوو واړو ۲۰ اوریزې، ۵۰ اوریزې او ټېسټ سیالۍ اننګز کې د ۵ وېکټو اخېستلو کارنامه پهخپل نوم کوي.
ورته مطالب:
راشدخان په ۲۰ اوریزه لوبو درجه بندۍ کې هم لومړي مقام ته ورسېد