راتلونکي کال کې ۲۴ زره ښوونکي ګومارل کېږي

د پوهنې وزارت مسوولانو د ښوونکي ورځې نمانځغونډې کې وویل چې د ښوونیز نظام ظرفیت لوړولو په موخه به ۲۴ زره نوي بستونه جوړ کړي.

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي، یاد ښوونکي به په ۱۳۹۸ ل کال په پیل کې تر رقابتي ازموینې وروسته وګومارل شي.

د نوموړي په وینا، دغه ۲۴ زره بستونه به ډېر ژر اعلان شي او رقابتي ازموینې به یې هم د ۱۳۹۷ ل کال تر پایه واخیستل شي.

د پوهنې وزارت سرپرست زیاتوي، په پام کې لري چې له لوړو زده‌کړو وزارت سره په همغږۍ د ښوونکیو ظرفیت لوړونې پروګرامونه هم جوړ کړي.

د پوهنې وزارت مسوولان دغه راز د ښوونکیو له‌پاره د هېواد په کچه د قرضې صندوق جوړولو، د هغوی له‌پاره په ۲۸ ولایتونو کې د ښارګوټو جوړولو او د ښوونکیو د معاشونو لوړولو خبر هم ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۳ میاشتې وړاندې په کابل کې له زرګونو ښوونکیو رقابتي ازموینه واخیستل شوه چې په پایله کې یې ۸ زره ښوونکي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې وګومارل شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام