د ۶ طالب بندیانو له خوشې کولو سره د فرانسې او اسټراليا مخالفت

فرانسې او اسټرالیا د هغو طالب بندیانو له خوشې کولو سره مخالفت څرګند کړ چې وايي، فرانسوي او اسټرالیايي سرتېري یې وژلي دي.

 د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پين د جمعې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، هېواد یې د هغه افغان سرتېري له خوشې کېدو سره مخالف دی چې په ۲۰۱۲ کال یې ۳ اسټرالیايي سرتېري وژلي وو.

دغه راز د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم پرون د هغو طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو اعتراض وکړ چې وايي دوه فرانسویان یې وژلي دي.

 د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې ویل شوي، فرانسه یو ځل بیا د هغو طالب بندیانو له خوشې کېدو سره مخالفت څرګندوي چې د فرانسوي وګړيو پر وړاندې یې په جنایت لاس پورې کړی او په بشري ضد جرمونو محکوم شوي دي.

 طالبان وايي، دغه ۶ طالب جنګیالي پرون د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلي.

ټاکل شوې دغه کسان په قطر کې یوه امریکايي اډه کې وساتل شي او پر تګ راتګ به یې بندیز وي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام