د سلاموطندار د هغه راپو له خپرېدو وروسته چې باميانو کې د ۴۵ ورځو يوه ماشومه په ۵۰ زرو افغانيو پلورل شوې وه، دې قضيې ته د رسېدو په موخه يوه کمېټه جوړه شوه.
باميانو کې د ښځو چارو رييسه ذکيه رضايي وايي، د يادې کمېټې د هڅو په پايله کې ياد د ۴۵ ورځو ماشومه بېرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
د زهرا مور مرضيه وايي، د ماشومې لرې والي ورته رواني ناروغي پيډا کړې ده.
خو د زهرا پلار غلامعلي له بېکارۍ او بېوزلۍ شکايت کوي او له مرستندويه بنسټونو او حکومت نه غواړي چې د کار زمينه ورته برابره کړي ترڅو بيا اړ نه شي، خپل نوی زېږېدلی ماشوم وپلوري.
اووه مياشتې وړاندې بامیانو کې يوې کورنۍ د بېوزلۍ له کبله خپل ماشوم په ۵۰ زره افغانۍ وپلوره چې هغه مهال د ۴۵ ورځو و.