«د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د قربانیانو وینې ته سپکاوی دی»

د هغو ۴ سوو طالب بندیانو خوشې کول چې وايي په لویو بریدونو او درنو جرمونو کې یې لاس درلود، د جګړې د قربانيانو د کورنیو له نیوکو سره مخ شوي دي.

د قربانیانو کورنۍ وايي، د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه ناقانونه او د عدالت وژنه ده. د دغو کورنیو غړي وايي، د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د جګړې د قربانیانو کورنیو ته ونډه نه وه ورکړل شوې.

د دوی په وینا، حکومت د عدالت له پامه غورځولو سره نه شي کولای تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د جګړې د قربانیانو کورنیو دوه غړي یاسر قبادیان او روح‌الله رها وايي، په لویه مشورتي جرګه کې د جګړې د قربانیانو استازي نه وو او حکومت باید هغوی نه وای خوشې کړي.

د دوی په وینا، د عدالت په نقض او د قربانیانو وینې ته نه درناوی نه شي کولای په هېواد کې تلپاتې سوله راولي. دوی د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول د جګړې د قربانیانو وینې ته سپکاوی بولي.

د افغانستان د ډیموکراسي او بشري حقونو بنسټ اجرايوي مسوول جواد زابلستاني وايي، که څه هم حکومت هڅه کوي چې د طالب بندیانو په خوشې کولو سره د سولې بین‌الافغاني خبرې اترې پیل او په پای کې سولې ته ورسېږي، خو له عدالت پرته سوله، د قانون تر پښو لاندې کولو په مانا ده.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیاله درانۍ جاوید وزیري وايي، طالب بندیان د ولس او ټولنې د ټولو پوړونو د استازو په مشورې خوشې کېږي.

که څه هم حکومت د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو پر نه خوشې کولو ټینګار کاوه، خو ولسمشر محمداشرف غني د سولې لویې مشورتي جرګې له پرېکړې وروسته د دغو بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام