نن ۱۷.۶ میلیاردو افغانیو په ارزښت د باکیفیته او د وګړیو اړتیاوو ته د ځوابوینې بنسټیز روغتیايي خدمتونو د عرضه کولو درې کلن هوکړهلیکونه لاسلیک شول. د دې پروژو په پلي کیدو سره ۱۵ میلیونه هېوادوال په ځانګړې توګه ماشومان او مېرمنې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې باکیفیته روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیداکوي.
د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دې هوکړهلیکونو د لاسلیک پرمهال وویل چې د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو عرضه کېدونکې پروژې، روزګان، بادغیس، فراه، کونړ، پکتیا، پکتیکا، دایکندي، فاریاب، لغمان، لوګر، بامیان، بغلان، بلخ، میدان وردک، تخار، جوزجان، زابل، سمنګان، غور، کندوز، کندهار، نورستان او د کابل ولایت ټولو ولسوالیو کې پلې کېږي.
د روغتیا وزیر د عرضه کېدونکیو پروژو په رڼښت ټینګار کوي او زیاتوي، هغو بنسټونو به هوکړهلیک بېرته واخېستل شي چې د روغتیا وزارت معیارونه یې نه وي پوره کړي او د خدمتونو عرضه یې له ستونزو سره مخ وي.
په غونډې کې د خصوصي بنسټونو په استازولۍ ذبیحالله وویل چې د روغتیايي خدمتونو د عرضه کولو په برخه کې د ستونزو کمولو لهپاره هلې ـ ځلې کوي او ژمن دی چې د هوکړهلیک د موادو سره سم کار وکړي.
د روغتیا وزارت چارواکي په پام کې لري چې را تلونکې اوونۍ د هېواد په ۸ نورو ولایتونو کې هم د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو د عرضه کولو هوکړهلیک لاسلیک شي.