د ۲۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د پلونو جوړولو تړون لاسلیک شو

د ټولګټو وزارت مالي او اداري مرستیال نعمت‌الله حیدري د دوشنبې پر ورځ کابل کې خبري غونډې ته وویل، چې د درېیو سرکونو جوړولو او پلونو جوړولو ۳ تړونونه له یو خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.

حیدري زیاتوي، چې دغه سړکونه او پلونه په کابل، کاپيسا او بغلان ولایتونو کې د ۲۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړیږي.

هغه زیاتوي چې دغه پروژې به له ۱۲ تر ۱۷ میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل کیږي.

د حیدري پر وینا، ددغه پروژو مالي لګښت د افغان دولت او جاپان هېواد له خوا ورکول کیږي.

د ولسي جرګې غړي داوود کلکاني د فواید عامې وزارت ددغه کار ستاینې ترڅنګ وايي، چې ددغو پروژو پلي کولو سره اوزګارو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام